میمنه (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال له یوه همکار سره یو ځای په هوايي برید کې وژل شوی، بلخوا د ماین چاودنه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر پژواک ته ویلې، د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال ملا حیات الله تېر مازدیګر د خواجه ناموسي سیمې په بادغیسي کلي کې له خپل ساتونکي سره یو ځای په هوايي برید کې ووژل شو او دوه موټرسایکلونه یې تخریب شول.
د طالبانو یوې سیمه ییزې سرچینې پژواک ته ومنله چې مولوي حیات الله سرخابي له یو بل طالب سره یو ځای په هوايي برید کې وژل شوی دی.
بلخوا د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلورو امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اسلیم سیمه کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله د پولیسو د ریزرف قطعې یو ټانک تخریب شوی دی.
د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې د ټانک چلوونکی وژل شوی او درې سرتېري ټپیان دي.
د میمنې د افغان ترک روغتون ډاکتران د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټاکل شوې چې نن بلخ ولایت ته ولېږدول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن