میمنه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په اندخوی او المار ولسوالیو کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو د درېیو قوماندانانو په ګډون د یادې ډلې ۳۴ غړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
په جوزیان کې د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر پژواک ته وویل، د دغه ولایت د المار ولسوالۍ په «قره غویلي» سیمه کې د بهرنیانو پر هوايي ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو د تېرې شپې په برید کې ۲۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، په دغه برید کې د طالبانو د نظامي ډلې مسوول مولوي حبیب الله په «شماره یک» مشهور، د دې ډلې مالي او اکمالاتي مسوول امرالدین او د یوې ډلې د قوماندان سید زین الدین په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د فاریاب د ملي امنیت ریاست په خبره، په دې ولسوالۍ کې د تېرې شپې په بریدونو کې د طالبانو درې ثابتې پوستې او دوه هاموی ټانکونه هم له منځه تللي دي.
د المار ولسوالۍ د قره غولي کلي قومي مشر عبدالرسول د طالبانو د درېیو قوماندانانو په ګډون دې ډلې ته اوښتي درنه مرګ ژوبله مني او وايي، د برید په ترڅ کې د استوګنې کورونه هم زیانمن شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، ممکن ملکي وګړو ته هم زیان رسېدلی وي.
همدارنګه یاد ریاست وايي چې د دغه ولایت د اندخوی ولسوالۍ په «توقوز سیمه کې د بل برید په ترڅ کې د قاري تاج الدین په «داعي» مشهور قرارګاه تخریب او د داعي مرستیال ملا ذاکر له ۱۳ نورو طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.
سرچینې روښانه کړه، د دغه ولایت د اندخوی او المار ولسوالیو په بریدونو کې ۲۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د اندخوی ولسوالۍ د «توقوز درې» کلي اوسېدونکي محمد شعیب وویل، تېره ورځ طالبان په یوه مېلمستون کې راټول شوي وو چې برید پرې وشو.
نوموړی د دې په روښانولو چې د یاد برید د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه معلومات نه لري زیاته کړه، په دې برید کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر د ملکي وګړو وژل کېدل مني خو په اړه یې جزیات نه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن