پلخمري (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٧): په بغلان کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د لويې لارې د ټولي مرستيال قوماندان وژل شوى او تر څنګ يې شپږ پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر د مرغومي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو د دوشي ولسوالۍ په کیله ګۍ سیمه کې د لويو لارو د پولیسو پر ګزمې برید کړى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د لويو لارو د ټولي مرستیال قوماندان دويم څارن فواد عطايي وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا، وسله والو غوښتل چې له دې سيمې شپږ له تېلو ډک ټانکرونه وتښتوي، خو نه دي بريالي شوي.
خو د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالحلیم غفاري وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته د يو وژل شوي پوليس تر څنګ نهه ټپيان انتقال شوي دي.
هغه وویل: ((پلخمري روغتون ته د پېښې له ځایه درې ملکیان او شپږ پولیس ټپیان راوړل شوي چې روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ دى.))
د کورنيو چارو وزارت له حکم سره سم په بغلان کې امنيتي چارواکو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یادونې ده، یوه اوونۍ وړاندې هم د وسله والو طالبانو له خوا برید کې د پلخمري د سفر بخیر امنیتي پوستې نهه پولیس وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن