پلخمري (پژواک ١٧ مرغومى ٩٧): له ازبکستان هېواده کابل ته غځېدلې برېښنا مزي چې نن سهار د بغلان ولایت په دوشي او خنجان ولسوالیو کې پرې شوي وو، بېرته وتړل شول.
د بغلان د برېښنا شرکت رئیس سلطان احمد عزیزي نن ماخوستن پژواک خبري اژانس ته وویل، د بغلان ولایت د دوشي او خنجان ولسوالیو په مربوطاتو کې پرې شوي د برېښنا مزي یې ماښام ناوخته بېرته وتړل چې د کابل او نورو ولایتونو پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه.
ده زياته کړه، دمګړۍ له ازبکستان هېواده وارداتي د برېښنا مزي نورمال برېښنا لېږدوي او هيڅ ډول تخنيکي تسونزه نه لري چې له امله يې پر هېوادوالو برېښنا بنده شي.
د هغه په وينا، ياد شوي مزي د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ په ډزو کې پرې شوي وو.
په بغلان کې له ازبکستان څخه کابل او نورو ولايتونو ته غځېدلې وارداتي برېښڼا مزي نن سهار شاوخوا نهه بجې د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې پرې شوي وو چې له امله يې کابل کې ١١ ساعته برېښنا نه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن