ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د يوې خصوصي راډيو مسوول پر فېسبوکي پوسټ توقيف شوى

د ننګرهار د يوې خصوصي راډيو مسوول پر فېسبوکي پوسټ توقيف شوى

author avatar
7 Jan 2019 - 14:08
د ننګرهار د يوې خصوصي راډيو مسوول پر فېسبوکي پوسټ توقيف شوى
author avatar
7 Jan 2019 - 14:08

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د ننګرهار پوليسو د قانون خلاف د څارنوالۍ په سپارښتنه د ننګرهار د يوې خصوصي راډيو مسوول د څو ساعتونو لپاره توقيف کړى و.

د همېشه بهار په نوم د خصوصي راډيو ټلوېزيون مشر اتل خان ستانکزي د مرغومي په ۱۷مه پژوک خبري اژانس ته وويل، پرون له غرمې وروسته ورته امنيه قوماندان زنګ وواهه او قوماندانۍ ته يې وغوښت، خو کله چې هلته ورسېد، نو په جنايي امريت کې توقيف شو.

هغه زياته کړه، غرمه يوه بجه قوماندانۍ ته تللی و او د شپې په يوولس بجو وروسته له هغه چې ليکل يې ترې واخيستل چې نور به څارنوالۍ پسې ليکل نه کوي، بېرته خوشی شو.

ستانکزى وايي: ((زموږ د دفتر مخې ته څه موده وړاندې يو کس ډزې وکړې، هغه موږ  پوليسو ته وسپاره؛ خو بيا څارنوالۍ په ضمانت خوشی کړ، خو زموږ د بيا شکايت په پايله کې يې بېرته نيولی دی، ما هغه وخت فېسبوک کې يو پوسټ کړی و چې څارنوالۍ مجرمين خوشي کوي، بيا مې بله ورځ خبريالان او مدني فعالان هم راغوښتي وو چې خپل غږ پورته کړم؛ نو پرون زه په همدې خاطر ونيول شوم.))

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ سرپرست شېرين محمد اعظم هم مني چې پوليسو اتل ستانکزی د دوی په لارښوونه توقيف کړی و، خو وايي، په دې خاطر نيول شوی چې دی ورسره خبرې وکړي او قناعت ورکړي.

هغه زياته کړه: ((دا هر وخت څارنوالۍ ته راځي او له زور ګويۍ کار اخلي، موږ قضيه څېړلې او محکمې ته مو د پرېکړې لپاره لېږلې؛ خو دا اوس هم موږ پسې راځي، پرون راغلی، زه نه وم حاضر؛ نو څارنوالانو ته يې بدې خبرې هم کړي او بدماشي يې هم کړې، بيا ما قوماندان صيب ته زنګ ووهه، چې ته دا کس ونيسه او ماته يې راوله، چې زه ورته قناعت ورکړم.))

نوموړی وايي، د فېسبوک ليکنې د ستانکزي حق دی، خو له اسنادو او شواهدو پرته په يو چا پسې ليکل کول، د قانون له مخې جرم دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند فريد خان هم مني چې پوليسو اتل ستانکزی نيولی و او د شپې تر ناوخته همالته توقيف و، خو په تړاو يې نور معلومات نه درلودل.

بلخوا خبريالان او د رسنيو ملاتړ ټولنې د پوليسو له لوري د اتل ستانکزي نيول کېدل، د بيان د ازادۍ خلاف عمل ګڼي.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې وياند رحمت الله زيارمل وايي، که رښتيا هم څارنوالۍ له اتل ستانکزي شکايت درلود نو د قانون له مخې يې بايد د رسنيو د سرغړونې کمېسيون ته عريضه کړې وای.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ولسمشر محمد اشرف غني يو فرمان هم صادر کړی چې په کې يادونه شوې چې هېڅوک له خبريال څخه د پوښتنې او تحقيق حق نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.