ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښځينه سوداګرۍ د ودې لپاره پر يو ځانګړي مارکيټ کار روان دی

ننګرهار کې د ښځينه سوداګرۍ د ودې لپاره پر يو ځانګړي مارکيټ کار روان دی

author avatar
7 Jan 2019 - 17:26
ننګرهار کې د ښځينه سوداګرۍ د ودې لپاره پر يو ځانګړي مارکيټ کار روان دی
author avatar
7 Jan 2019 - 17:26

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي، دغه ولايت کې د ښځينه سوداګرۍ د ودې لپاره د خرڅلاو يو ځانګړی مارکېټ تر کار لاندې دی، چې شاوخوا نوي سلنه يې کار بشپړ شوی دی.

د ښځو دغه ځانګړی مارکېټ د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پول ته څېرمه د ښځو په بڼ کې جوړېږي.

مسوولين يې هيله مند دي چې د ښځينه لاسي صنايعو د بازار موندنې او د سودا اخيستو په برخه کې به د مېرمنو شته ستونزو په کموالي کې ډېر ګټور ثابت شي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست اړوند د بي بي سايرې په نوم د ښځو د ځانګړي بڼ مسوولې تورپيکۍ وويل، دغه بڼ د ښځو د تفريح او سوداګرۍ زمينې برابرولو په موخه جوړ شوى دى.

نوموړې وايي، په ياد بڼ کې د ښځو له لوري د کاروبار او سوداګرۍ د پر مخ بېولو په خاطر يو مارکېټ باندې کار روان دی، چې ګڼ شمېر مېرمنو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

هغې که څه هم د مارکېټ د بوديجې په تړاو څه ونه ويل؛ خو يادونه يې وکړه چې دغه مارکېټ د هندوستان هېواد په مالي لګښت جوړيږي چې دوه پوړونه لري او ۲۷ دوکانونه په کې ډيزاين شوي دي.

تورپيکۍ وايي، په دغه مارکېټ کې به د ښځو د لاسي صنايعو ترڅنګ د ښځو د اړتيا وړ نورو توکو پېر او پلور ته هم زمينه برابره شي.

هغه وايي: ((اوس هم په ښار کې چې کومې مېرمنې سودا اخلي له ستونزو سره مخ دي، د نارينه دوکاندارانو له لوري له ځورونې سره مخ دي، دغه راز هغه مېرمنې چې نارينه نه لري او غواړي سوداګري وکړي؛ نو زمينه ورته نشته، چې د دغو دواړو ستونزو د حل لپاره به دا مارکېټ ډېر مفيد تمام شي.))

د ښځو چارو رياست دغه کارمنده وايي، د مېرمنو د ځانګړي مارکېټ لپاره يې د مېرمنو د ظرفيت لوړولو کار هم پيل کړی، چې همدا اوس هم په بڼ کې ۱۰۰ مېرمنې په زده کړو بوختې دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، ۳۰ مېرمنې او نجونې د سواد زده کړې، ۳۵ د خياطۍ او ۳۵ نورې د لاسي صنايعو په زده کړه بوختې دي، چې ټولو ته به يې همدغه مارکېټ کې د کار زمينه هم برابره شي.

هغه وايي، که مارکېټ ته د مېرمنو ورتګ زيات شي؛ نو پلان شته چې دغه مارکېټ ته پراختيا هم ورکړل شي.

اتلس کلنه بُشرا د خامک دوزۍ په برخه کې همدغه ځای کې زده کړې کوي. هغه وايي، له کله راهيسې يې چې دغه زده کړې پيل کړي؛ نو هره مياشت يوه موسسه ورته ۲۵۰۰ افغانۍ ورکوي او د دې ترڅنګ په خپل چم ګاونډ کې د نورو مېرمنو ټيکري خامک کوي، چې له دې لارې ورته هم ښه عوايد په لاس ورځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.