ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داودزي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سولې بهير پر چټکتيا خبرې وکړې

داودزي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سولې بهير پر چټکتيا خبرې وکړې

author avatar
8 Jan 2019 - 19:31
داودزي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سولې بهير پر چټکتيا خبرې وکړې
author avatar
8 Jan 2019 - 19:31

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٧): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د سولې بهیر په چټکتیا او د دوه اړخیزو اړيکو پر ټينګښت خبرې کړې دي.

د سولې په اړه د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى، نن اسلام اباد ته ورسېد.

نوموړي، نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې د دواړو لوریو له خوا د سولې بهیر په چټکتیا او د دوه اړخیزو روابطو په ټینګښت خبرې شوې او خپل نظریات یې سره شریک کړي دي.

همداراز د پاکستان او افغانستان د علماوو د ګډې غونډې جوړېدو په اړه هم بحث شوى چې په دې برخه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هر راز عملي همکارۍ ژمنه کړې ده.

په دغې کتنه کې د افغانستان سفير عاطف مشعل هم موجود و.

تمه ده چې داودزی به په خپل دې څلور ورځني سفر کې د پاکستان  یو شمېر سیاسي، نظامي او مذهبی مشرانو سره هم ناستې ولري چې موخه یې د سولې چټکتيا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په مستقیم مذکراتو پیلولو کې همکاري ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.