جلال اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۷): د ننګرهار والي ژمنه کړې ده چې په دغه ولايت کې د ملي او حماسي شاعر ارواښاد ملنګ جان مزار به بياورغوي او په همدې تړاو يې اړوندو ادارو ته سپارښتنه هم کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۸مه پژوک اژانس ته وويل چې والي حيات الله حيات دا ژمنه د ملنګ جان له مزاره د لېدنې پر مهال وکړه.
هغه زياته کړه، والي د بهسودو ولسوالۍ په کاکړانو سيمه کې د هېواد د ملي شاعر اروښاد محمد امين ملنګ جان مزار ته ورغی او د هغه روح ته يې د دعا په موخه لاسونه لپه کړل.
خوږياڼی وايي، والي ملنګ جان پر هېواد او ولس مين شاعر ياد کړ او زياته يې کړه چې ارواښاد د ملي يووالي، پرمختګ او هېواد جوړونې په برخه کې شعرونه ويلي او په خپلو شعرونو کې يې داسې پيغامونه په ميراث کې پرېښودل چې د نن ورځې له حالاتو سره برابر دي.
د هغه په وينا، والي ژمنه وکړه چې اړوند ادارو ته به سپارښتنه وکړي څو د ارواښاد ملنګ جان مزار د رغونې په برخه کې لازم اجراات ترسره کړي.
بلخوا د ننګرهار فرهنګپال او اديبان که څه هم د والي دغې ژمنې ته خوشبين دي خو اندېښنه لري چې په تېر کې هم ورته ژمنې شوې وې خو عملي شوې نه دي.
د ختيځ ادبي بهير مشر ضياء الدين همت مل پژواک ته وويل چې له ډېره وخته چارواکي داسې ژمنې او سپارښتنې کوي، خو عملي شوې نه دي.
دی وايي، چارواکي لکه د وکيلانو په څېر د دې ډول کارونو لپاره وعدې کوي خو د عملي کولو لپاره يې هېڅ طرحه نه لري.
د يادولو ده، اروښاد ملنګ جان د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند چميار کلي اوسېدونکی او د هېواد له ملي او سترو شاعرانو څخه و چې د ٤٣ کلونو په عمر له خپل زوی داوود جان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې په يوې ترافيکي پېښه کې وفات شو او په بهسودو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن