ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالۍ د روان مالي کال عایدات تر تېر کال زیات شوي

د کابل ښاروالۍ د روان مالي کال عایدات تر تېر کال زیات شوي

author avatar
8 Jan 2019 - 19:56
د کابل ښاروالۍ د روان مالي کال عایدات تر تېر کال زیات شوي
author avatar
8 Jan 2019 - 19:56

کابل (پژواک، ۱۸مرغومی ۹۷): د کابل ښاروالۍ د تېر مالي کال عایدات په داسې حال کې د یو کال مخکې عایداتو په پرتله تر ۱۸ سلنه زیاتېدو وروسته څلور میلیارد افغانیو ته رسېدلي چې د ټولو عایداتو په راټولولو دا شمېره تر څه باندې اتو میلیاردو پورې رسېږي.

د کابل ښاروالۍ رییس سید عمر دانش نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغې ادارې په ۱۳۹۶ مالي کال کې درې میلیارده او ۴۰۰ میلیون افغانۍ عاید درلود، خو سږ کال دغه اندازه تر څلور میلیارد افغانیو زیاته شوې ده.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ پیلېږي.

هغه د عایداتي برخو پر فعالیتونو جدي څار، له اداري فساد سره مبارزه، له امنیتي ارګانونو سره په همکارۍ د ښاروالۍ د قرضونو راټولول، په دې اداره کې د مسلکۍ کسانو د ګومارنې او عایداتو د راټولولو په ځينو مواردو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده د یادې ادارې د عایداتو د زیاتېدو لاملونه وبلل.

د هغه په خبره، د دې ادارې د عایداتو عمده برخه د ښاري خدمتونو له محصول (صفايي) څخه لاسته راځي.

هغه زیاته کړه، د استوګنې، سوداګریزو او نورو د کورونو کمپیوټري ثبت چې باید د ښاري خدمتونو محصول ورکړي، په ۱۷ مه ناحیه کې بشپړ شوى او دغه بهیر د ښار په نورو برخو کې دوام لري.

هغه روښانه کړه، د دغه سیستم په بشپړېدو به د یادې ادارې عایدات دوه برابره زیات شي.

د استوګنې، سوداګریزو او دولتي ادارو د کورونو د صفايي محصول، د ښاروالۍ د ځایونو کرایه، د صنفي محصول جواز، د لوحو د ټکس جواز، د انجنیري فیس او د کابل ښار د دروازو محصول د ښاروال د ۲۸ عایداتي سرچینو له جملې وبلل.

دانش وویل، ښاروالۍ خپل عایدات د ښار په زېربنايي برخو، د لارو په جوړېدو او بیارغونه، پاکۍ او ښاري خدمتونو کې د پلان له مخې مصرفوي.

د کابل ښاروالۍ د عایداتو رییس د ځينو دولتي او نادولتي ادارو له خوا د ښاروالۍ د محصول نه ورکول یوه ستونزه وبلله.

هغه وویل، په ټولیز ډول غیر دولتي ادارې د کابل ښاروالۍ ۷۵۰ میلیون افغانۍ پوروړې دي.

هغه له دې ډلې د ګلبهار سنټر، د اونکس ساختماني شرکت، لیګو ګلوبل او د شيرپور سیمې د ځمکو د مالکینو نومونه یاد کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.