ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: هڅه کوو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړو

عمران خان: هڅه کوو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړو

author avatar
8 Jan 2019 - 14:23
عمران خان: هڅه کوو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړو
author avatar
8 Jan 2019 - 14:23

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): د پاکستان لومړى وزير عمران خان وايي، هڅه کوي چې له نورو ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.

عمران خان دغه څرګندونې د ترکيې يوه ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه  زياته کړې چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري او له نېکه مرغه اوس ټولو دا خبره منلې ده.

عمران خان ويلي: ((موږ هڅه کوو چې د افغانستان له نورو ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه طالبان له افغان حکومت او امريکا سره د سولې خبرو ته اماده کړو او د افغان شخړې سياسي حل لاره پيدا کړو.))

نوموړي هغه تورونه هم رد کړي چې ګواکې دغه هېواد د ترهګرو ملاتړ کوي. د ده په خبره، دوی تل د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې لاسته راوړنې لري.

د پاکستان لومړي وزير ويلي چې پاکستان پر امريکا د تکيې کولو له امله درنه بيه پرې کړې ده او ډېر زيانونه يې ګاللي دي.

د هغه په وينآ، کله چې امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړه، نو ورسره په پاکستان کې هم نا امنۍ او بې ثباتي پيل شوه.

عمران خان په داسې حال کې افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه کړې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزى نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللى دى.

هغه به په دغه درې ورځني سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير قريشي د پوځ له مشر جنرال باجوه او يو شمېر سياسي او مذهبي مشرانو سره هم ګوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.