ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر پراختيا خبرې کړې دي

ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر پراختيا خبرې کړې دي

author avatar
8 Jan 2019 - 11:27
ټرمپ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر پراختيا خبرې کړې دي
author avatar
8 Jan 2019 - 11:27

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزير په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې کړې دي.

له سپینې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هند لومړي وزير نریندرا مودي ته ټيلېفون وکړ او له هغه سره یې د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، سپینه ماڼۍ همدا راز وايي، د دوو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې دوى دغه راز په افغانستان کې د سولې او د جګړې پر ختمولو هم خبرې وکړې.

دغه اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د کابينې د غونډې پر مهال پر مودي نيوکه کړې وه چې په افغانستان کې يې يواځې يو کتابتون جوړ کړى دى.

د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې او هندوستان پر ټرمپ سختې نيوکې کړې وې.

هند وايي چې په افغانستان کې يې تر دوه ميليارده ډالرو زياتې مرستې کړې او څو ورځې مخکې يې هم له افغانستان سره د څلورو چورلکو مرستې اعلان وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.