ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ډېری روغتیايي مرکزونه او درملتونونه غير قانوني فعاليت کوي

اروزګان کې ډېری روغتیايي مرکزونه او درملتونونه غير قانوني فعاليت کوي

author avatar
8 Jan 2019 - 15:43
اروزګان کې ډېری روغتیايي مرکزونه او درملتونونه غير قانوني فعاليت کوي
author avatar
8 Jan 2019 - 15:43

ترينکوټ (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۷): د اروزګان والي وايي، هغه روغتیا پالان چې په دغه ولايت کې په غير قانوني او غير معياري ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي، څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

والي دغه څرګندونې د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې له يو شمېر درملتونونو او خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت پر مهال وکړې.

خلک نيوکې کوي چې پر روغتيايي خدماتو نظارت کم دی او ډېری کسان د جواز پرته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د اروزګان والي ګواښ کوي، هر څوک چې د عامې روغتیا وزارت له جواز پرته روغتيايي خدمات وړاندې کړي، سملاسي به تر عدلي او قضايې تعقیب لاندې ونيول شي.

سعيد مني چې په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو راهيسې لسګونو کسانو د ډاکتر او يا هم قابلو په توګه کار کړی چې هېڅ جواز او زده کړې نه لري، خو وايي چې د دې ډول خپلسریو د مخنیوي لپاره اوس يو کمېسيون کار پيل کړی دی.

د اروزګان والي وايي، د غیر مسلکي کسانو له خوا روغتيايي خدمات وړاندې کول د خلکو له ژوند سره لوبې دي.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مسوولین هم مني چې دغلته ټول روغتيايي خصوصي مرکزونه او درملتونونه له جواز پرته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل وايې، څو ځلې يې هڅه کړې چې مخنيوی يې وکړي، خو بېلابېلې کړۍ يې پر وړاندې خنډ پېښوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ترينکوټ کې درې خصوصي روغتيايي مرکزونه، تر لسو زيات شخصي کتنځايونه، قابلې او تر ۵۰ زيات درملتونه له جواز پرته له تېرو اتلسو کلونو راهیسې روغتيايي چارې مخې ته وړي.

د نوموړي په وينا، که مسوولين او خلک ورسره همکار شي، نو د دې خپلسریو مخنیوی شونی دی.

ځايي اوسېدونکي بیا پر روغتیايي مسوولینو او ولایتي ادارې نيوکه کوي چې چارې يې يوازې نمايشي بڼه لري.

د ترينکوټ ښار یوه اوسېدونکي محمد سلیم پژواک ته وویل، هر ځل يو نمایشي کمېسيون جوړ او له درملتونونو نظارت ترسره شي، خو بيا هم داسې ډېر درمل شته چې کلونه وړاندې تر تاريخ تېر شوي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.