غزني ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا پر لويه لار ماينونه خښ کړي چې له امله يې په تېره يوه مياشت کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي، بلخوا طالبان هم پر دغې لار د ماينونو شتون تاييدوي.
شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ چې له امله يې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله، خو د عامو خلکو يو شمېر موټر اوس هم پرې تګ راتګ کوي.
د غزني د والي وياند د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د غزني- پکتيکا پر لويه لار ماينونه خښ کړي دي.
هغه وايي چې دغه ماينونه ډېرى وخت د ملکي خلکو پر موټرو چاودنه کوي چې له امله يې يواځې په تېره يوه مياشت کې لس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((په فرعي لارو کې يې هم ماينونه ايښي دي، هلته په مياشت کې هم يو ځل حکومتي ځواکونه نه تېرېږي، نو معلومداره ده چې قربانيان به يې ملکي وګړي وي.))
نوري دا هم وويل چې طالبانو د غزني- پکتيکا لويې لارې پنځه کيلومتره قير سړک اړولى دى او ماينونه يې په کې ايښي دي.
دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي حشمت الله پژواک ته وويل، طالبانو خلکو ته ويلي چې په عمومي لار به تګ راتګ نه کوي؛ ځکه چې ماينونه په کې ځاى پر ځاى شوي دي.
هغه زياته کړه: ((شپږ مياشتې مخکې طالبانو دغه لار ونيوه، هماغه وخت يې په کې ماينونه ايښي دي چې اوس هم ځينې نابلده موټروانان پرې تګ راتګ کوي.))
همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د چنګاه سيمې اوسېدونکي محمدالرحيم بيا پر حکومت نيوکه کوي چې د شپږ مياشتو په موده کې يې ونه شو کولاى چې دغه لار بېرته د خلکو پر مخ پرانيزي.
نوموړى زياتوي: ((زموږ د کليوالو پر موټر د ماين چاودنه وشوه، دوه تنه په کې ووژل شول څو تنه نور ټپيان شول، دغه لويه لار ټوله له ماينونو ډکه ده.))
بلخوا طالبان هم پر دغه لار د ماينونو شتون تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې پر دې لار نوي ماينونه نه دي ځاى پر ځاى شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن