ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې پر وزیرستاني کډوالو د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه

پکتیکا کې پر وزیرستاني کډوالو د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه

author avatar
9 Jan 2019 - 13:38
پکتیکا کې پر وزیرستاني کډوالو د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه
author avatar
9 Jan 2019 - 13:38

ښرنه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د پکتيکا په برمل او اورګون ولسواليو کې د شمالي او جنوبي وزيرستان له بېځايه شوو زرګونو کورنيو سره د ژمنيو توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د دې مرستو وېشلو لړۍ نن د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ په مالي ملاتړ او د ORCD موسسې په همکارۍ پيل شوه.

د دې موسسې مشر وزير خان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې د شمالي او جنوبي وزيرستان له ٤٤٥٦ بې ځايه شوو کورنيو سره ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه مو په برمل له کې له ٧١٠ کورنيو سره او په اورګون کې له ٩٠ کورنيو سره دغه مرستې کړې دي، خو دغه لړۍ هره ورځ روانه ده څو دغه ټولې کورنۍ پوره شي چې څو ورځې وخت به ونيسي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ٧٦٥ کيلوګرامه لرګي، کمپلې، بخارۍ او د ژمي نور اړين توکي شامل دي.

دغه راز د پکتيکا د کډوالو چارو رييس زمريالي فضليار پژواک ته وويل چې دغه مرستې په شفاف ډول د شمالي او جنوبي وزيرستان پر بې ځايه شوو کورنيو ويشل کېږي.

هغه وايي: ((دغه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي، کېداى شي تر يوه حده يې ستونزې هوارې کړي.))

بل لور ته د بې ځايه شوو کورنيو استازي رحمت الله پژواک ته وويل چې دغو مرستو ته ډير خوښ دي.

ده وويل: ((زموږ مشکلات ډير دي او په ښه وخت کې دغه مرستې وشوې.))

دغه راز يو بل بې ځايه شوي تاج محمد پژواک ته وويل چې حکومت بايد دوى ته کلينيکونه او ښوونځي هم بايد جوړ کړي.

د يادونې ده، شاوخوا پنځه کاله وړاندې د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عمليات وکړل چې له امله يې زرګونه کورنۍ پکتيکا او ځينو نورو سيمو ته بې ځايه شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.