کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د عمر داوودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره پر سولې او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ پر ګډ کنفرانس خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له دغه پلاوي سره اسلام اباد ته تللى، د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عمر داوودزي په مشرۍ افغان پلاوي پرون ماښام د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو له خوا د سولې بهير پر چټکتيا او د دوه اړخیزو اړيکو پر ټينګښت خبرې وشوې او خپل نظريات يې سره شریک کړل.
د نوموړي په وينا، همداراز د پاکستان او افغانستان د علماوو د ګډې غونډې جوړېدو په اړه هم بحث وشو او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
طاهري وايي، تمه ده چې داوودزی به په خپل څلور ورځني سفر کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه تر څنګ له يو شمېر سیاسي، نظامي او مذهبي مشرانو سره د سولې د بهیر چټکتیا او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیم مذاکراتو پیلولو په اړه خبرې وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د افغان د سولې عالي شورا پلاوي د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د يوه مذهبي ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليدلي دي.
د سولې شورا وياند وايي چې له نوموړي سره په ليدنه کې هم پر افغان سولې خبرې وشوې.
بلخوا د ياد ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې افغان پلاوي د ولسمشر اشرف غني يو پيغام مولانا فضل الرحمن ته وسپاره.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن