ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مدني فعالان: واک ته د رسېدو لپاره دې قانون نه نقض کېږي

د ننګرهار مدني فعالان: واک ته د رسېدو لپاره دې قانون نه نقض کېږي

author avatar
9 Jan 2019 - 14:30
د ننګرهار مدني فعالان: واک ته د رسېدو لپاره دې قانون نه نقض کېږي
author avatar
9 Jan 2019 - 14:30

جلال اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو ګواښ کړی، که د ولسمشرۍ ټاکنو هره کمپايني ډله د خپلو سياسي ګټو په خاطر پر قانون معامله وکړي، نو دوی به خلک دې ته وهڅوي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

يادو مدني فعالانو د جمعيت ګوند د يوه مهم غړي يونس قانوني د وروستيو هغو څرګندونو په تړاو دا غبرګون وښود چې هغه د صدارتي نظام او د ولسمشر لپاره د درېیو مرستيالانو وړانديز کړی دی.

د ګندهارا ټولنې جرګې غړو او يو شمېر نورو مدني فعالانو او ځوانانو د مرغومي په ۱۹مه د دغه ولايت د ولايتي شورا انګړ ته ورټول شوي وو او د يو اعتراضيه کنفرانس پر مهال يې دا څرګندونې وکړې.

د کنفرانس يوه تنظيموونکي انجنير اباسين بهير وويل، له دغه کنفرانس يې موخه سياسيونو ته دا پيغام رسول دي چې ولس نور پر اساسي قانون ملنډې وهل او معاملې نه مني.

هغه زياته کړه: ((د اساسي قانون ماده ده چې جمهور رييس دوه مرستيالان لري؛ خو دوی د خپلو شخصي ګټو په خاطر د درېيو مرستيالانو وړانديز کړی چې موږ به ورته په هېڅ صورت کې اجازه ورنه کړو.))

د دوی له ډلې ډاکتر اسدالله ښاليز وويل، که دغه ځل پر اساسي قانون ملنډې ووهل شي او د خپلو سياسي ګټو لپاره پرې معامله وشي؛ نو ښايي، خلک پر قانون باور له لاسه ورکړي او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه وانه خلي.

دی وايي، د يوې ټولنې د بقا لپاره د هغې ټولنې د اساسي قانون تطبيق مهم عنصر دی؛ خو دلته په افغانستان کې له ولسمشر نيولې تر يو عادي شخص پورې قانون د خپلو شخصي ګټو لپاره تر پښو لاندې کوي.

دغه راز د شريف الله ناصري په نوم يو بل مدني فعال وويل، اساسي قانون د ټولو هېوادوالو لپاره د ارزښت سره کرښه ده، که يې ولسمشر نقض کوي او که سياسيون، دوی ته د منلو وړ نه دی.

ده د جمعيت ګوند غړي تورن کړل چې ګواکې واک ته د رسېدو لپاره پر اساسي قانون، د هېواد پر تجزيې او نورو غير قانونو معاملو کولو ته چمتو دي او تل يې خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو غوره ګڼلې دي.

څو ورځې وړاندې د يونس قانوني يو غږ خپور شو چې په کې يې د صدارتي نظام او ولسمشر ته د درېيو مرستیالانو خبره کړې وه چې پر ټولنيزو شبکو د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.