کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد يو ځل بيا د افغان سولې په تړاو د څلورو هېوادونو په سفر روان شوى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد به په دې ١٤ ورځني سفر کې هندوستان، پاکستان، چين او افغانستان ته سفرونه وکړي.
سرچينې زياته کړې چې دغه ځل په دغه سفر کې له خليلزاد سره يو شمېر نور چارواکي هم ملتيا کوي او په خپلو ليدنو کې به پر افغان سولې پروسې سلا مشورې او خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د خليلزاد د دغو سفرونو موخه د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هوارول دي.
له دغه سفر مخکې ټاکل شوې وه چې په سعودي او يا هم قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو ترسره شي، خو ويل کېږي چې د خبرو پر اجنډا د دواړو لورو د اختلافاتو له امله دا ناستې وځنډول شوې.
په کابل کې د امريکا سفير جان باس تېره شپه په ټويټر کې طالبانو ته ليکلي وو، د دې پر ځاى چې طالبان له رسنيو سره خبرې کوي، له خپلو افغان هېوادوالو سره دې پر سوله خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې هېواد يې غواړي د افغانانو له هيلو سره سره په دغه هېواد کې جګړه پاى ته ورسوي او يو سياسي جوړ جاړي ته لاره هواره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن