ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت د څه باندې ۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

پوهنې وزارت د څه باندې ۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
9 Jan 2019 - 19:51
پوهنې وزارت د څه باندې ۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
9 Jan 2019 - 19:51

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٧): د پوهنې وزارت له څو کورنیو او بهرنیو موسسو سره د هېواد د تعلیمي نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د ۶۴،۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي، دغه هوکړه لیکونه نن (چهارشنبه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او د آغا خان بنسټ، له ماشومانو د ملاتړ موسسې، افغان ایډ موسسې، د افغانستان لپاره د تدریس موسسې او جې.آر.اس موسسې د استازو ترمنځ لاسلیک شول.

سرچينه کاږي، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د یادو تړونونو د لاسلیک پرمهال یادونه وکړه، چې دغه هوکړې د ښوونکو د ګومارنې، له دولتي ښوونځیو د ملاتړ او د سواد زده کړو او محلي زده کړو د ۱۵۰۰ ټولګیو د جوړېدو په موخه لاسلیک کېږي.

د آغا خان بنسټ مشر نجم الدین نجم د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال وویل، چې له دغه بنسټ سره شوې هوکړې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پلي کېږي او اټکل دی، چې پر بنسټ به یې له ښوونځي بهر شاوخوا ۳۵ زره ماشومانو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د یادولو وړ ده، چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر بنسټ به د آغا خان بنسټ د څلورو کلونو لپاره ۱۰۸۷ د محلي زده کړو او ۲۴۵ د چټکو زده کړو ټولګي جوړ او له ۴۳۵ دولتي ښوونځیو به هم په بېلا بېلو برخو کې ملاتړ وکړي.

له ماشومانو د ملاتړ موسسه به په کندز ولایت کې ۴۰ د اضطراري حالاتو ټولګي جوړ او لس دولتي ښوونځي به بیاورغوي. د افغان ایډ موسسه به د یادو هوکړو له مخې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره په سمنګان او غور ولایتونو کې ۱۷۰ د سواد زده کړو ټولګي جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د تدریس موسسه به د شوې هوکړې پر بنسټ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یو کال لپاره دولتي ښوونځیو ته ۵۰ تنه ښوونکي استخدام او ۱۵۰ نور له وړاندې ګومارل شویو ښوونکو ته به معاشونه ورکړي او د جې.آر.اس موسسه به د شوي تړون پر بنسټ په کابل، هرات، بامیانو او دایکنډي ولایتونو کې د یو کال لپاره ۱۹۸ د انګلیسي ژبې، ۵۱ د کمپیوټر زده کړې، ۲۹ د ساینسي مضامینو، ۵ د ریاضي او دري او ۴۶ د کانکور چمتوالي ټولګي جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.