ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړو”

“که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړو”

author avatar
9 Jan 2019 - 17:32
“که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړو”
author avatar
9 Jan 2019 - 17:32

کابل (پژواک،١٩مرغومی٩٧): د کابل ټاور د اورلګېدنې پېښې لسګونه زیانمن د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې راټول شوي او د «احمدیار» د تېلو ټانک د بندېدو او زیانمنو کورنیو ته د لنډمهاله کورونو د ورکړې غوښتنه کوي.

تېره اوونۍ د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د (کابل ټاور) د استوګنې ساختمان د سوځېدو له امله ۴۲ کسان ټپیان او ۳ نور مړه شول.

له ۵۰ زیات هغه کسان چې د کابل ټاور ساختمان د سوځېدو په پېښه کې یې کورونه او دوکانونه سوځېدلي، نن د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې سره په اعتراضي ډول د څو ساعتونو لپاره عمومي سړک د ترافیکو پر مخ وتاړه.

د معترضینو له ډلې نقیب الله چې په یاده پېښه کې یې کور سوځېدلی پژواک ته وویل، اورلګېدنه د احمدیار د تېلو ټانک د کارکوونکو د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د احمدیار د تېلو ټانک باید وتړل شي او هغو کسانو ته دې تاوان ورکړي چې کورونه او دوکانونه یې سوځېدلي دي.

بل معترض محمد فضل چې په کابل ټاور کې اوسېږي او په دې پېښه کې یې د کور توکي سوځېدلي پژواک ته وویل: ((په دې پېښه کې مې د کور ټول توکي له منځه تللي او اوس د مکروریانو په یوه جومات کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای اوسېږم، دولت باید له موږ سره مالي مرسته وکړي.))

هغه زیاته کړه: ((که زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړو.))

اعتراض کوونکو له حکومته و غوښتل چې د دوی ستونزو ته دې رسېدنه وکړي او په لومړي قدم کې دې هغو زیانمنو کورنیو ته چې د استوګنې ځای نه لري د احمدیار اړوند ساختمان چې د پېښې تر څنګ موقعیت لري د لنډ مهال لپاره ورکړل شي.

د تېرې اوونۍ د اورلګېدنې له امله زیانمنو کسانو په داسې حال کې اعتراض کړی او له دولته د عاجلو مرستو غوښتنه کوي چې د کورنیو چارو وزارت له دې پېښې وروسته اعلان وکړ چې د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی، خو له پېښې یوه اوونۍ وروسته هم د یادو ارزونو پایلې نه دي په ډاګه شوې.

بلخوا د کابل ټاور ساختمان څښتن، د یاد ټاور ځینو اوسېدونکو او عیني شاهدانو پژواک ته وویل، اور لومړی د احمدیار د تېلو ټانک کې ولګېد او وروسته یې کابل ټاور ساختمان ته لمن و غځېده، خو د احمدیار د تېلو ټانګ مسوولینو دا خبر په بشپړ ډول رد کړى دى.

د کابل ټاور مالک حاجي زيرک له دې پېښې وروسته پژواک ته ویلي و، اورلګېدنه د احمدیار د تېلو ټانګ د ګازو له خالي کېدو وروسته رامنځته شوې ده.

هغه وویل: ((دا پېښه لومړی د کابل ټاور د لومړي منزل په برګ رستورانټ کې رامنځته شوې او وروسته یې ټول تعمیر ته لمن غځېدلې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.