ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په سره رود کې غصب شوې زرګونه جريبه ځمکه را وګرځول شوه

د ننګرهار په سره رود کې غصب شوې زرګونه جريبه ځمکه را وګرځول شوه

author avatar
10 Jan 2019 - 10:47
د ننګرهار په سره رود کې غصب شوې زرګونه جريبه ځمکه را وګرځول شوه
author avatar
10 Jan 2019 - 10:47

جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت سره رود ولسوالۍ کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.

چارواکي وايي، دغه ځمکه د والي په مشرۍ د ګډ کمېسيون له خوا د امنيتي ادارو پر مټ را وګرځول شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوياڼي د مرغومي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د والي حيات الله حيات په امر امنيتي مسوولينو د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو په سيمه کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه او په کې جوړې شوې ودانۍ او چارديوالۍ ونړول شوې.

دی وايي، د دې ځمکې راګرځولو پر مهال د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي، د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، د ښار جوړونې ريیس عبدالقهار حيدري، د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات او يو شمېر نورو شتون درلود.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلوزو سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه غاصبينو او زورواکو غصب کړې وه او په کې يې ودانۍ او چارديوالۍ جوړې کړې وې، چې پرون يې عملاً ياده ځمکه له غاصبينو را وګرځوله او په کې جوړې شوې ودانۍ او چارديوالۍ يې ونړولې.

نوموړي زياته کړه، له غصب خلاصې شوې ځمکه کې به  د شهيدانو کورنيو غړو، بېوزله وګړو، له کډوالۍ راستنو شوو کورنيو، معلمينو او نورو اړمنو هېوادوالو ته به د سرپناه جوړولو په موخه نومرې شي.

دی وايي، والي امنيه قوماندان او نورو امنيتي ارګانونو مسوولينو ته امر وکړ چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې کړي او غاصبين د قانون منګولو ته وسپاري.

د ننګرهار والي دغه راز ولسونو ته ډاډ ورکړ چې يو پلاوی به وټاکي څو په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکه معلومې او له غاصبينو خلاصې کړي.

په عين حال کې د ننګرهار د ښار جوړولو ريیس انجينر عبدالقهار حيدري وويل چې ټول افغانان د استوګنې په موخه د يوې – يوې سرپناه جوړولو حق لري، خو له ولسونو يې وغوښتل چې دولتي ځمکې له غاصبينو وانه خلي او په قانوني ډول د سرپناه جوړولو په موخه هڅې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولايت کې نږدې ۳۰۰زره جريبه ځمکه غصب شوې چې ډېری يې د زورواکو له لوري په ښارګوټو جوړولو بنده شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.