تالقان (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اووه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د تخار د والي وياند جواد هجري د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په بازار سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يو ملي او شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور پوليسو ټپيان شوي دي.
هجري زياته کړه چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او ګڼ شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
خو د خواجه غار اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ١٢ سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.
دى زياتوي: ((شپې سخته جګړه وه، تر سهار د ډزو غږونه اوريدل کيدل، ١٢ سيمه ييز پوليس په کې وژل شوي دي.))
بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن