ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښاروالۍ تېر کال د خپلو ۳۰۶ ميليونه افغانۍ عوايدو څخه ۳۰۳ ميليونه مصرف کړي

جلال اباد ښاروالۍ تېر کال د خپلو ۳۰۶ ميليونه افغانۍ عوايدو څخه ۳۰۳ ميليونه مصرف کړي

author avatar
10 Jan 2019 - 17:45
جلال اباد ښاروالۍ تېر کال د خپلو ۳۰۶ ميليونه افغانۍ عوايدو څخه ۳۰۳ ميليونه مصرف کړي
author avatar
10 Jan 2019 - 17:45

جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، دغې ادارې تېر مالي کال د خپلو عوايدو له ۳۰۶ ميليونه افغانيو ۳۰۳ يې بېرته مصرف کړي چې لويه برخه يې په انکشافي پروژو مصرف شوې دي.

د دغې ادارې مسوولينو د مرغومي په ۲۰مه د يوې غونډې په ترڅ کې د خپلو يو کلنو کړنو په تړاو د جلال اباد ښاريانو، مدني فعالانو او رسنيو ته معلومات ورکړل.

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، دغې ادارې تېر ۱۳۹۷ مالي کال ۳۰۶ ميليونه، ۲۷۷ زره او ۴۱۵ افغانۍ عوايد راټول کړي و، چې له درېيو ميليونو پرته يې ټول بېرته مصرف کړي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ دوه ډوله عوايد لرو، چې يو يې ثابت او بل غير ثابت، د ثابتو عوايدو کچه مو تېر کال ۲۸۸ ميليونه او پاتې ۱۸ ميليونه په شاوخوا کې غير ثابت عوايد دي.))

د ښاروال د معلوماتو له مخې، دغې ادارې تېر کال خپله نږدې ټوله بوديجه مصرف کړې، چې لويه برخه کې د بيارغونې په کارونو لګول شوې ده.

دی وایي: ((۷۲ میليونه، ۲۱۲ زره افغانۍ په معاشاتو، اضافه کارۍ او نورو مصرف شوي، ۴۹ ميليونه ۵ لکه او ۸۰۷۶ افغانۍ په خدماتي چارو، ۸ ميليونو په اندازه په تېلو او نورو مصارفو او ۱۷۳ اعشاريه ۵ ميليونه په پراختيايي پروژو مصرف شوي دي.))

د جلال اباد ښاروال د دغې ادارې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو د خپلو هلو ځلو خبره هم وکړه او زياته يې کړه، د دغې ادارې اړوند سلګونه جريبه ځمکه د جلال اباد ښار بېلابېلو ناحيو کې غصب شوې چې دوی يې د بېرته راګرځولو هڅې پيل کړې دي.

نوموړي دغه راز د جلال اباد ښار د تنظم لپاره د خپلو راتلونکو پلانونو په تړاو وويل، چې را روان کال به د جلال اباد ښار سړک سر کراچۍ چلوونکو د منظم کولو لپاره يو ستر مارکېټ او نور واړه ځايونه هم ورغول شي.

د ښاروالۍ دغې غونډې ته ورغليو ښاريانو او مدني فعالانو که څه هم ترسره شوي کارونه د قناعت وړ ګڼل، خو غوښتنه يې کوله چې راتلونکې کې دغه کارونه لا ګړندي کړي.

د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې د ګذر وکيل شير محمد شيرزاد پژواک ته وويل، د ښاروالۍ کارونه چې د دوی په سيمه کې ترسره شوي، تر ډېره د ولس په خوښه او د ولس په ګټه دي.

دغه راز يو مدني فعال نور احمد نوراني د ښاروالۍ د حساب ورکونې د دغې لړۍ ستاينه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې ښاروالۍ دې خپلې چارې پراخه کړي.

دی وايي، لا هم د جلال اباد ښار درې ناحيې چې نوې جوړې شوي، لومړنيو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.