جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): په ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د دغه زون چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ناغېړي کوي چې له امله يې خبريالان له ستونزو سره مخ دي.
دوی دغه راز د خبريالانو پر وړاندې پرتې امنيتي ننګونې هم د اندېښنې وړ وښودې او يادونه يې وکړه چې په ټول هېواد کې تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۲۱ قضيې ثبت شوې دي.
په ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد د مرغومي په ۲۰مه په همدې تړاو د دغه ولايت د رسنيو په دفتر کې خبري کنفرانس ورکړ.
نوموړي وويل، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې که څه هم د تېر کال په پرتله په ټول هېواد کې ۳۸ سلنه کمې شوې خو لا هم اندېښنې شته او د خبريالانو ژوند خوندي نه دی.
دی وايي، په ټول هېواد کې د ۱۲۱ ثبت شوو پېښو له ډلې ۱۷ يې د وژنو، ۱۵ د ټپي کېدو، ۲۱ د وهلو ټکولو، ۲۸ د ګواښلو، ۲۳ د سپکاوي او بد چلند او ۵ پنځه هغه يې د تښتونې پېښې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو له ډلې ۸ هغه په ختيځ زون کې ثبت شوې چې د ټولو پېښو د ۴۱ سلنه مسووليت يې د دولت د وسله والو مخالفينو، ۳۷ سلنه يې دولت او پاتې نور يې د زورواکو، ناپېژاندو کسانو او د رسنيو د مسوولينو دی.
شېرشاه همدرد اندېښنه وښوده چې په ختيځ کې چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي او اطلاعاتو ورکړې برخه کې ناغېړي کوي چې له امله يې خبريالان له ستونزو سره مخ دي.
خبريالان هم اطلاعاتو ته د لاسرسي او دغه راز د امنيتي وضعيت په تړاو اندېښنې لري او وايي چې روان کال دې چارواکي دغو برخو ته توجه وکړي.
په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال ضياءالرحمن حسرت پژواک ته وويل، خبريالانو ته تېر کال ډېرې اندېښنې وې، ټيلېفوني ګواښونه موجود وو او هم د ټپي کولو او تښتول کېدو پېښې موجودې وې.
هغه زياته کړه: ((رييسانو ځانګړي ټيلېفونونه اخيستي يو طرفه کړي يې دي چې زنګ نه ورځي او موږ ورته لاسرسی نه لرو، وياندويان هم ناغېړي کوي، که د والي وياند موجود نه وي، زموږ ۵۰ سلنه راپورونه به له نشره پاتې وي.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د خبريالانو د وضعيت په تړاو يو شمېر نړيوالو د رسنيو ملاتړ ټولنو اندېښنې ښودلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن