ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د کوچيانو رييس څارنوالۍ ته معرفي شوى

د خوست د کوچيانو رييس څارنوالۍ ته معرفي شوى

author avatar
10 Jan 2019 - 16:18
د خوست د کوچيانو رييس څارنوالۍ ته معرفي شوى
author avatar
10 Jan 2019 - 16:18

خوست ښار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د خوست د کوچيانو چارو اوسنی رييس او د پکتيا د دارالمعلمين پخوانی ریيس عطامحمد قانع د پکتيا د استیناف څارنوالۍ له خوا د اداري فساد په تور څارنوالۍ معرفي شوى دى.

د هغه مکتوب له مخې چې د پکتيا استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۷ لمريز کال د مرغومي په ۱۵مه د عطامحمد قانع د نيول کېدو په تړاو د خوست استیناف څارنوالۍ ته استولی، په کې راغلي چې عطامحمد قانع په ۱۳۹۲ لمريز کال کې چې د پکتيا د دارالمعلمين ریيس و، ۴ ميليونه ۹۹۲زره افغانۍ فساد کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې دغه پيسې د پکتيا د دارالمعلمين لپاره د ځينو اړيکو توکو د اخيستو په موخه ځانګړې شوې وې.

همدارنګه يو بل مکتوب چې د پکتيکا له استيناف څارنوالۍ د ۱۳۹۷ لمريز کال د غويي په لومړی نېټه د خوست استيناف څارنوالۍ ته لېږل شوی، په کې راغلي چې عطامحمد قانع د ولي محمد زوی د پکتيکا د پوهنې پخوانی ریيس چې پر اختلاس تورن دی، د معلوماتو لپاره دې د پکتيکا استیناف څارنوالۍ ته حاضر شي.

په مکتوب کې د خوست له استیناف څارنوالۍ غوښتل شوي چې نوموړی کس د امنیتي ارګانونو په مرسته ونيسي او د پکتيا استيناف څاروالۍ ته يې حاضر کړي.

د خوست استيناف څارنوال رحيم الله رامح له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې بيا له دې موضوع ناخبري ښيي، خو زياته يې کړه چې تېر کال د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ له خوا دوی د دغه ولايت د کوچيانو چارو د اوسني رييس عطامحمد قانع پسې جلب راغلی چې اړوندې ادارې ته يې وړاندې کړی دی.

 هغه اسناد او شواهد چې پژواک ته رسېدلي، د پکتيا استيناف څارنوالۍ له خوا په دې تړاو په کې د خوست استيناف څارنوالۍ څخه د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

خو د خوست د کوچيانو چارو رئيس عطامحمد قانع پژواک خبري اژانس وويل چې د يادې موضوع د سپيناوي او د معلوماتو د شريکولو په موخه يوه مياشت مخکې د پکتيا استناف څارنوالۍ ته حاضر شوی دی.

نوموړی وايي، هر وخت دوی حاضر دي چې د دې قضيې په اړه وضاحت ورکړي، خو زياتوي چې تېره ورځ د خوست د جنايي مديريت له خوا پخ ده پسې خپل عسکر ور لېږلي او غير مسلکي برخورد يې ورسره کړی دی.

هغه وويل، چې د پکتيکا د استيناف په څارنوالۍ کې کومه قضيه نه لري.

قانع زياته کړه: ((زه يوه مياشت مخکې پکتيا استيناف څارنوالۍ ته ورغلی يم او هغه لازم معلومات چې دوی غوښتي وو، ور مو کړل، مګر د خوست جنايي مدير د غير مسلکي برخورد پر اساس نه پوهېږم چې ده به څه اهداف درلودل، عسکر يې رالېږلي وو او د موضوع وضاحت مې ورکړ.))

د خوست د والي وياند طالب بيا پژواک اژانس ته وويل چې د کوچيانو چارو د رييس په تړاو ياده شوې موضوع حقيقت نه لري او دا هسې يوه اوازه ده.

بلخوا د پکتيا د استيناف څارنوالۍ رييس څارنمل سيد عنبر پاچا وايي چې نوموړی وړمه ورځ پوليسو په خوست ولايت کې نيولی او بيا ګردېز ته لېږدول شوی دی.

عطامحمد قانع شاوخوا دوه کاله وړاندې د پکتيا د دارالمعلمين رييس و چې په دې اداره کې د مالي فساد له امله له دندې ګوښه شوی و.

قانع د پکتيا دارالمعلمين د رياست له دندې له ګوښه کېدو وروسته د خوست ولايت د کوچيانو د امر په توګه ګومارل شوی و.

د استيناف څارنوالۍ رييس سيد عنبر پاچا پژواک ته وويل چې د قانع دوسيه ورته سپارل شوې او د راتلونکې شنبې پر ورځ به ورڅخه رسمي څېړنې پيل شي.

پاچا وايي: ((د فساد مسئله ده، د حيف و ميل مسايل په کې شته، د تحقيق په نتيجه کې چې د اثبات دلايل ورباندې راوړل شي، بيا به رسنۍ او ټول په جريان کې شي.))

ياده دې وي چې د پکتيا دارالمعلمين د فرنېچر او ځينو نورو وسايلو په پېرلو کې شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ فساد شوی و چې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د خپل کار د پيل په لومړيو کې څو تنه په دې دوسيه کې د ښکېلتيا له امله له دندې ګوښه او څارنوالي ته معرفي کړي و، خو د نامعلوم دليل له مخې ځيني معرفي شوي کسان لا هم نه دي نيول شوي.

ويل کېږي چې عطامحمد قانع د پکتيا د دارالمعلمين له دندې مخکې د پکتيکا ولايت د ښوونکي د روزنې  د مشر په توګه دنده ترسره کوله چې په دې اداره کې هم د فساد له امله يې خلکو د ياد ولايت د پوهنې د رييس په توګه د ګومارل کېدو مخالفت کړی و.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.