کابل (پژواک، ۲۰مرغومی ۹۷): سید نورالله جلیلي نن د ۱۳۹۸ کال ولسشمرۍ ټاکنو لپاره د خپل لومړي مرستیال خلیل رومان او دویم مرستیال چراغ علي چراغ په شتون کې نوم لیکنه وکړه.
جلیلي په ۱۳۵۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی او له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په هېواد کې سوداګریز فعالیتونه کوي.
نوموړي نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د درېیم نوماند په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په ورتګ نوم لیکنه وکړه.
د هغه په ټاکنیز ټکټ کې خلیل رومان د لومړي مرستیال او چراغ علي چراغ د دویم مرستیال په توګه شامل دي.
سید نورالله جلیلي، نن سهار له نوم لیکنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل: ((راغلو څو افغانستان له کړکېچ څخه و ژغورو او په یو پرمختللي او سوکاله هېواد یې بدل کړو.))
نوموړي وویل که بریالی شي د سولې او ثبات ټینګښت، له اداري فساد سره مبارزه، په واک کې خلکو ته د ونډې ورکول يې له لومړیتوبونو څخه دي.
تر دې وړاندې، د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ (۱۳ مرغومی) عبداللطیف پدرام د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ((ازادي، عدالت او امنیت)) له شعار سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مراجعه وکړه او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د لومړي نوماند په توګه له خپلو دوو مرستیالانو سره نوم لیکنه وکړه او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو دویم نوماند محمد حکیم تورسن د مرغومي ۱۴مه ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) تر شعار لاندې کمېسیون ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن