ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمر داوودزي له اسفنديار ولي خان سره هم پر سوله خبرې وکړې

عمر داوودزي له اسفنديار ولي خان سره هم پر سوله خبرې وکړې

author avatar
10 Jan 2019 - 09:10
عمر داوودزي له اسفنديار ولي خان سره هم پر سوله خبرې وکړې
author avatar
10 Jan 2019 - 09:10

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧): د سولې افغان پلاوي پاکستان ته د سفر پر مهال د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري چې له دغه پلاوي سره هلته تللى، د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته  وويل چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس او د سولې په اړه د سيمه ييزي اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار محمد عمر داوودزی له افغان سفير عاطف مشعل او نورو غړو سره پرون چارسدې ته تللى و.

هغه زياته کړه چې افغان پلاوي د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره په ليدنه کې د سولې پر روان بهير، د سيمې پر وضعیت، د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر رول او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي د دې ليدنې نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي، بلخوا د ياد ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسفنديار ولي خان په افغان سوله کې د خپل ګوند د مثبت رول ترسره کولو وړانديز کړى دى.

اسفنديار ولي خان په ډاګه کړې، که له طالبانو سره يو اړخيزه تړون وشو، نو بيا د داعش پر وړاندې مبارزه هم له ناکامۍ سره مخ کېږي.

هغه ګواښ کړى چې که چېرې افغان شخړه په سمه توګه هواره نه شوه، نو له افغانستانه به سوريه جوړه شي.

نوموړي له ټولو خواوو او ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته اماده کړي.

دغه راز اسفنديار ولي خان ويلي،  روس او چين دې په افغان سوله  کې د ضمانت کوونکي په توګه رول ترسره کړي.

د سولې عالي شورا پلاوى چې پاکستان ته تللى، تر اوسه يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د يوه مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سره ليدلي دي.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوى د پاکستان د پوځ مشر اويو شمېر نورو سياسيونو سره هم وګوري.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.