ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تېلو پر ټانکر د اورلګېدنې له امله مالي زيانونه اوښتي

ننګرهار کې د تېلو پر ټانکر د اورلګېدنې له امله مالي زيانونه اوښتي

author avatar
10 Jan 2019 - 16:04
ننګرهار کې د تېلو پر ټانکر د اورلګېدنې له امله مالي زيانونه اوښتي
author avatar
10 Jan 2019 - 16:04

 جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د تېلو په يو ټانکر کې د اورلګېدو له امله شپږ لوی او واړه موټر سوځېدلي او ميليونونه افغانۍ زيان يې اړولی دی.

چارواکي وايي، اور د مرغومي د ۲۰مې په سهار شاوخوا نهه بجې د ننګرهار ګمرک ودانۍ مخې ته رامنځته شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د پېښې له امله د ياد ټانکر په ګډون يو ټېلر او يو الټو موټر، يوه اشترنګي او يوه هندي ريکشاوې سوځېدلي دي.

دی زياتوي، د پېښې ځای ته پر وخت د اور وژنې ډلګۍ رسېدلې چې اور يې په کم وخت کې وژلی او په سيمه کې يې لسګونه موټر او هټۍ له سوځېدو ژغورلي دي.

د پېښې يو عيني شاهد مرجان وايي په دې اړه پژواک ته وويل: ((زه ګمرک کې جواليتوب کوم، له ګمرک را بهر شوم، دلته هوټل ته د چايو څښلو لپاره راغلم، همدغه وخت کې يو درز شو، د ټانکر شا ته چسپکي ماين چاودنه وکړه او اور يې واخېست.))

عمصت الله د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو سيمې اوسېدونکی دی او په دې پېښه کې يې الټو ډوله موټر سوځېدلی دی.

هغه وايي، له يادې سيمې يې موټر ته سپرلي پورته کېده چې چاودنه وشوه او اورلګېدنه رامنځته شوه، چې د ده موټر هم په کې وسوځېد.

د ننګرهار اطفايې امريت يو کارمند بريدمل فضل الربي پژواک ته وويل، که د دوی پرسونل پر وخت نه وای رسېدلي، نو ښايي تلفات هم رامنځته شوي وای او خسارات هم ډېر وای.

چارواکي وايي، د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوې چې څنګه رامنځته شوې او څومره زيانونه لري.

دا په تېره يوه اوونۍ کې دويم ځل دی چې ننګرهار کې اور لګېدنه رامنځته کېږي، د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې يوه مارکيټ اور اخېستی و چې خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان واړوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.