ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سپین بولدک کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو

په سپین بولدک کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو

author avatar
10 Jan 2019 - 17:57
په سپین بولدک کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو
author avatar
10 Jan 2019 - 17:57

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې یو بشپړ روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

دغه روغتیايي مرکز د دغې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه لوی کارېز کې جوړ شوی چې زرګونه کورنۍ په کې ژوند کوي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتیايي مرکز د یوه کال په موده کې د ۱۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې د عامې روغتیا وزارت له انکشافي بودیجې ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو د سپین بولدک د لوی کارېز او ګڼو نورو کلیو روغتیايي ستونزې حل شوې.

پخلا د سیمې له اوسېدونکو او مخورو وغوښتل چې د ودانۍ په ساتلو کې مرسته وکړي.

ده وویل، د دغه روغتون پرسونل به اوسمهال اته ساعته کار کوي، خو وروسته به پوره ۲۴ ساعتونه کار کوي.

د ده په خبره، د کندهار په ۱۷ ولسوالیو کې د عامې روغتیا وزارت له خوا ۷۱ روغتیايي مرکزونه فعالیت لري چې په هغو کې نارینه او ښځینه ډاکټران او قابلې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د سیمې اوسېدونکي د دغه روغتون په جوړېدو خوشحاله دي او غوښتنه کوي چې خدمات دې یې ژر ۲۴ ساعته شي.

د لوی کارېز سیم یوه سپين ږیري محمد لعل کاکا وویل، مخکې د دې سیمې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ وو، ځکه دلته روغتون نه و او مجبور و چې خپل ناروغان د درملنې لپاره تر لرې ځایه یوسي چې ډېر مهال به یې روغتون ته پر لار ساه ورکوله.

خو ده غوښتنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت دې د دغه روغتیايي مرکز ډاکټران ډېر کړي او خپل خدمات دې ۲۴ ساعته کړي.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په ولسوالیو کې لا هم ډېرې ساحې داسې شته چې خلک یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دوی په تدریجي توګه پر دې کار کوي چې روغتیايي خدمات او اسانتیاوې ډېرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.