ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې معلولینو له تېر یو کال رهیسې خپل حقوق نه دي اخیستې

پکتیکا کې معلولینو له تېر یو کال رهیسې خپل حقوق نه دي اخیستې

author avatar
10 Jan 2019 - 15:38
پکتیکا کې معلولینو له تېر یو کال رهیسې خپل حقوق نه دي اخیستې
author avatar
10 Jan 2019 - 15:38

ښرنه (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧): په پکتيکا ولايت کې يو شمېر معلولين وايي چې له تېر يوه کال راهيسې يې د معلوليت مياشتني حقوق نه دي ترلاسه کړي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه معلولين نن په مرکز ښرنه کې را ټول شوي وو او دغه څرګندونې يې له رسنيو سره وکړې.

د يادو کسانو په استازيتوب بادشاه خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه کاله کېږي چې د معلويت کارت يې ترلاسه کړی، خو له تېر يو کال را په دېخوا يې اړوند امتيازات نه دي ترلاسه کړي.

هغه وويل: ((په يو کال کې ۱۱ ځله د شهيدانو او معلولينو رياست ته د خپلو حقوق ترلاسه کولو په موخه تللی يم، نه يوازې دا چې ما ته يې خپلې پيسې نه دې راکړې، بلکي مامورينو يې هم ښه چلند نه دی کړى.))

همدارنګه يوه بل معلول عصمت الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل هر ځل چې د شهيدانو او معلولينو رياست ته مراجعه کوي، ناهيلى بېرته راګرځي.

هغه زياته کړه: ((له سختو مشکلاتو سره مخ يو، زموږ دغه امتيازات بايد ژر راکړل شي، نور مو حوصله بيخي خلاصه ده.))

په دې اړه په ښرنه کې د مدني ټولنې غړي رحمت الله خان مخلص وويل: ((دا غريب خلک دي، حقوق بايد پر وخت ورکړل شي او هم نورې مرستې بايد ورسره وشي.))

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د شهيدانو او معلولينو چارو رييس غلام الرحمن همدرد هم ومنله چې له يوې مودې راهيسې د ځينو معلولينو حقوق نه دي ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((وزارت په روان کال کې د ٨١٦ معلولينو پېسې نه دي راليږلي، دليل هم معلوم نه دى نو د همدغو کسانو پېسې پاتي دي.))

د همدرد په وينا، پوره هڅه کوي چې هر څه ژر د دغو معلولو کسانو ته يې حقوق ورکړل شي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د دغه ولايت يو شمېر معلولينو پژواک ته شکايت کړى و چې د مياشتني حقوقو ترلاسه کولو تر څنګ د معلوليت کارت په ترلاسه کولو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.