ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې به ژر د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام پيل شي

کندهار کې به ژر د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام پيل شي

author avatar
10 Jan 2019 - 17:53
کندهار کې به ژر د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام پيل شي
author avatar
10 Jan 2019 - 17:53

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام لپاره ۳۲۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې ژر به پيل شي.

دغه پنځه کلن پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي.

په دې اړه نن د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم ایوبي د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب سره په یوه لیدنه کې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام له مخې د پنځو کلونو لپاره په کندهار ښار او دوو ولسواليو ډنډ او دامان کې د کلیوالي ښځو لپاره د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابرېږي.

هغه زیاته کړه، د دغه پروګرام لپاره د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په هڅو او د ماليې وزارت په منظورۍ ۳۲۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

دی وايي، دغه پروګرام به د کلیوالي صنعتونو په پیاوړتیا، د کورني تولید په ډېرښت، د کورني اقتصاد په وده، ښځو ته په کور دننه د کاري فرصتونو په ایجاد او د کورنیو تولیداتو لپاره به په هېواد کې او له هېواده دباندې په بازار موندنه کې اغېزمن ثابت شي.

منیب دغه پروګرام د ښځو د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې د دغه پروګرام له لارې دې ښځو ته د لاسي صنایعو د تولید د یوه مرکز او مارکېټ جوړولو زمینه هم برابره شي.

دی وايي، مېرمنې به وکړای شي په خپله خپل لاسي توکي وپلوري او ټوله ګټه همدوی تر لاسه کړي، ځکه په دې برخه کې شکایت دا دی چې د ښځو د لاسي صنایعو ډېره ګټه صنعتکارو مېرمنو ته نه ، بلکې پلورونکو ته رسېږي.

د معلوماتو له مخې، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دغه ملي پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلی کېږي چې کابو پنځه سوه زره ښځې به تر پوښښ لاندې ونیسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.