کابل(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٧): د پاکستان د جماعت اسلامي رهبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د مرغومي په ٢١مه د سولې عالي شورا له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ده.
په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق نه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
بلخوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره واحد شوى دى.
ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده چې محمد عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي په ګډون له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن