لښکرګاه(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي او څلور کيلومټره سړک د جوړيدو چارې پيل شوې.
د هلمند والي محمد ياسين خان د مرغومي په ٢١مه د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل چې دغه ښوونځى د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې جوړيږي.
ده وويل چې پر دغه ښوونځي اووه اعشاريه پنځه ميليونه افغاني لګول کيږي چې ١٢ درسي خوني او نور ملحقات به ولري.
د نوموړي په وينا د دغه ښوونځي د جوړيدو چارې به د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
دغه راز هغه وويل چې د ګرشک ولسوالۍ د ښار په منځ کې د څلور کيلومټره سړک د جوړيدو چارې هم پيل شوې.
په دې اړه د ګرشک ښاروال سردارو ولي بارکزي وویل چې د سړک لګښت د دوى له بوديجي څخه ورکول کيږي او د جوړيدو چارې به يې د دوه مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د يادونې وړ ده چې ګرشک د هلمند د امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډيرې سيمې يې د حکومت په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن