ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چین پر سولې او ترهګرۍ سره پر ګډې مبا رزې خبرې وکړې

افغانستان او چین پر سولې او ترهګرۍ سره پر ګډې مبا رزې خبرې وکړې

author avatar
11 Jan 2019 - 20:29
افغانستان او چین پر سولې او ترهګرۍ سره پر ګډې مبا رزې خبرې وکړې
author avatar
11 Jan 2019 - 20:29

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خپل چینایي سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سولې پروسې خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا لخوا  د مرغومي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار چین ته د  خپل سفر پر مهال نن په بیجېنګ له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره د چین د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، دواړو خواوو پر بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، سولې بهیر، د پولې د امنیت تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو پر تعقیب او تطبیق بحث او نظریات شریک کړل.

 د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب د سولې، امنیت او د افغانستان په ثبات کې د چین رول موثر وباله.

نوموړي محب همدا شان له یاد هېواد وغوښتل چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات تامین ته وهڅوي.

د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې افغانستان ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او دغه مسوولانه رول ته د دوام سربېره، له نورو هېوادونو هم تمه لري چې دې برخه کې خپل رښتینی نقش په سم ‌‌‌‌‌‌ډول ادا کړي.

بلخوا د چین د ملي امنیت سلاکار ګوا شینګکن  په دې لیدنه کې ویلي : (( موږ افغانستان د همکاریو د دوام فرصت په توګه غوره کړی او دغه هېواد کې به د تل پاتې سولې او ثبات تامین په هدف خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

هغه زیاته کړې، سیمه کې له ننګونو سره - سره، فرصتونه هم شته  او دوی هڅه کوي تر څو له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

د چین د ملي امنیت سلاکار وویل، دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني دي او له دغې پدیدې سره مبارزه کې یو شان اهداف موجود دي، چې ټول هېوادونه باید له تروریزم سره مبارزه کې خپل مشترک سهم ادا کړي.

دیادونې وړ ده، چې پرون ډاکتر محب د چین د بهرنیو چارو وزیره سره هم لیدنه کړې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.