د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مولوي سراج الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

مولوي سراج الحق د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

Jan 11, 2019 - 13:56

کابل(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٧): د پاکستان د جماعت اسلامي رهبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د جماعت اسلامي  ګوند له مشر مولوي سراج الحق سره وليدل.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د مرغومي په ٢١مه د سولې عالي شورا له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ده.

په دغه ليدنه کې داودزي له مولوي سراج الحق نه غوښتل چې ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.

بلخوا د جماعت اسلامي ګوند مشر په افغانستان کې سوله مهمه وبلله او زياته کړه چې د افغانانو غږ اوس د سولې لپاره واحد شوى دى.

ده وويل، حاضر دى چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پېل کې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده چې محمد عمر داودزي د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي په ګډون له يو شمير نورو پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement