ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د نوري فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا د نښلېدو پروژې غړى شو

افغانستان د نوري فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا د نښلېدو پروژې غړى شو

author avatar
12 Jan 2019 - 12:20
افغانستان د نوري فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا د نښلېدو پروژې غړى شو
author avatar
12 Jan 2019 - 12:20

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، افغانستان د نورې فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) له لارې نوري فايبر د جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ پورې غځېږي او د دغې پروژې له لارې نوري فایبر له افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېریږي.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر او د زیربنا په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي، په اذربایجان کې د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډه درې اړخيزه ناسته کې د يادې پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.

سرچينه ليکي چې یوه ګډه تخنيکي کمېټه به د اذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د دغې پروژې د عملي کېدو په موخه د پروژو د تخنيکي چارو او درې اړخيزه هوکړه لیک پر برابرولو کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.