ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فيسبوکي کمپاين له لارې اته زره ټوکه کتابونه راټول شول

د فيسبوکي کمپاين له لارې اته زره ټوکه کتابونه راټول شول

author avatar
12 Jan 2019 - 17:07
د فيسبوکي کمپاين له لارې اته زره ټوکه کتابونه راټول شول
author avatar
12 Jan 2019 - 17:07

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند له عامه کتابتون سره د يو شمېر ځوانانو له لوري په رضاکاره توګه راټول شوي، ۸۰۰۰ ټوکه کتابونه مرسته وشوه.

دغه کتابونه په تېرو څلورو مياشتو کې يو شمېر ځوانانو په رضاکاره توګه له خلکو راټول کړل او ټاکل شوې، د جلال اباد ښار عامه کتابتون کې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوړ کړی ځای پرځای شي.

دغه کتابتون که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او ننګرهار ولايت چارواکو له لوري د روان کال په وري مېاشت کې پرانيستل شو؛ خو کتابونه يې نه درلودل.

وروسته يو شمېر ځوانانو چې په ډله کې يې د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب، د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی، جلال يعقوبي او خالد حقمل دي، دغې چارې ته کمپاين پيل او له خلکو يې دغه کتابتون ته کتابونه راټول کړل.

ياد کتابونه د مرغومي په ۲۲مه د يادو کسانو له لوري د ننګرهار والي او اطلاعاتو او فرهنګ رييس ته وسپارل شول.

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب پژواک اژانس ته وويل چې د ياد کمپاين پرمهال له دوی سره سل زره  افغانۍ نغدي مرسته شوې او نور ورته کتابونه خلکو سپارلي، چې ټولټال ۸۰۰۰ کتابونه کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو کتابونو کې طبي، اقتصادي، د انجنيرۍ، ژورناليزم او نورو علومونو او مسلکونو اړوند کتابونو سربېره ديني، فرهنګي او ټولنيز کتابونه شامل دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات ډاډ ورکړ چې د دغو کتابونو  د پايښت لپاره به يو منظم پلان جوړيږي او ساتنه به يې کېږي.

دی وايي، د يادو کتابونو د توزيع، بېرته راټولولو او ساتنې لپاره منظم ميکانيزم جوړ شوی او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به يې د ساتلو مسوول وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، چې کتابتون لپاره کتابونه په نظر کې نيول شوي و؛ خو دا چې دولتي کارونه لږ په ځنډ کېږي؛ نو اوس ورته بوديجه منظور شوې او ډېر ژر به  له کتابونو سربېره ورته نور بېلابېل وسايل هم واخيستل شي.

ده زياته کړه، کتابتون به ډېر ژر په نوي او منظمه بڼه د خلکو د خدمت لپاره چمتو شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.