ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري ښاروالۍ عواید ۲۵ سلنه لوړ شوي

د پلخمري ښاروالۍ عواید ۲۵ سلنه لوړ شوي

author avatar
13 Jan 2019 - 15:07
د پلخمري ښاروالۍ عواید ۲۵ سلنه لوړ شوي
author avatar
13 Jan 2019 - 15:07

پلخمري (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٧): د بغلان د مرکز پلخمري ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ښه مديريت له امله يې سږ کال عوايد ٢٥ سلنه لوړ شوې دي.

د پلخمري ښاروالۍ د مالي او ادارو چارو مسوول فریدون شینواري د مرغومې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ښاروالۍ د عوايدو ټولولو په موخه ځانګړې کمېټې پر کار پيل کړى دى.

ده زياته کړه: ((کله چې دې کمېټې پر کار پيل وکړ او د عوايدو را ټولولو کار هم منظم شو، نو زموږ د عوايدو کچه ډېره لوړه شوه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال دوى ٧٧ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيي.

دی په راتلونکي مالي کال کې د پلخمري ښاروالۍ د کلني عوایدو د یو پر دوه برابره زیاتوالي اټکل کوي او زیاتوي چې په پلخمري ښار کې د تفریحي پارک او د غلې منډوي په پرانيستل کېدو سره به د عوايدو کچه ٥٠ سلنه نوره هم لوړه شي.

دغه راز په دې اړه د بغلان ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي پژواک ته وویل چې د عوایدو لرونکو دولتي ادارو هڅه باید د ادارې سیستم کاري قوت او د عوایدو لوړوالی وي.

هغه زياته کړه: ((زموږ څو تنه غړي هم له ښاروالۍ سره د عوايدو ټولولو په برخه کې کار کوي، که واقعاً عوايد لوړ شوي وي نو موږ به د ښاروالۍ کارکوونکي وستايو.))

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت هم د ۹۷ مالي کال په پای کې د ملي عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.