کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د کابل پولیس وايي، د دغه ښار اړوند د استوګنې په یوه کور کې د ګازډبې چاودنې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي ټپیان کړي دي.
د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره شپه ۸:۰۰ بجې د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د ارزان قيمت سیمې د احمدشاه بابا مېنې پروژې اړوند د استوګنې په یوه کور کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، د ګازډبې چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون اته کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، ټول ټپیان د کابل ښار استقلال روغتون ته انتقال شوي او د ځینو روغتایي وضعیت د ډاډ وړ ښول شوی دی.
دغه راز مجاهد په ډاګه کړه چې د کابل امنیتي او کشفي منسوبینو تېره ورځ د دغه ښار په اوومه امنیتي حوزه کې یوه درې کسیزه ډله له دوه میله تومانچو او یوې برچې سره یو ځای نیولې ده.
د ده په خبره، یاده ډله په وسله والو غلو او ځینو نورو فعالیتونو تورنه ده.
هغه دغه راز روښانه کړه، د قیس په نوم یو بل کس چې پر سنجو مشهور دی او مسلکي غل دی، په هوايي ډزو او د موبایل په غلاوو کې لاس لري، د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن