د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګانۍ مېرمنې دې د سولې لپاره غږ پورته کړي

اروزګانۍ مېرمنې دې د سولې لپاره غږ پورته کړي

Jan 13, 2019 - 16:47

ترينکوټ ( پژواک، ۲۳ مرغومى ۹۷) په ترينکوټ ښار کې دسولې په تړاو ديوې غونډې ګډونوالو پر اروزګانيو مېرمنو غږ  وکړ چې د سولې لپاره غږ پورته کړي.

دې غونډې ته د هېواد د لومړۍ مېرمنې ددفتر د استازي ترڅنګ د ښځو چارو او عامې روغتيا وزارتونو مرستيالانو او يو شمېر نورو  لوړ پوړو  ښځينه مسوولينو هم ګډون کړى وو.

د اروزګان والي اسدالله سعيد غونډې ته وويل چې د سولې راتګ لپاره د ښځو ونډه خورا اړينه ده او دجګړه  ځپلي اروزګان پر ښځو يې غږ وکړ چې د سولې له روانې پروسې سره يو ځای او دغه عږ بدرګه کړئ.

هغه زياته کړه، د وروستيو جګړو له امله د اروزګان ۹۵ سلنه اوسېدونکي نالوستي، بې روزګاره او له لوږې سره مخ دي اوجګړه ددې لامل شوې چې دغلته يو نسل له زده کړو پاتې کړي.

والي، د سولې راتګ د هېواد او په تېره بيا د اروزګان اوسېدونکو لپاره زیات مهم وباله او ژمنه يې وکړه چې ددغه ولایت ټول اوسېدونکي او په ځانګړې توګه مېرمنې به د سولې په پاره خپل غږ اوچتوي.

د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ وويل چې د سولې راتګ لپاره د ښځو غږ رسولو دغه لړۍ له تېرو څو مياشتو راهیسې د هېواد د لومړۍ مېرمنې ددفتر له لوري پيل شوې ده.

هغې زياته کړه، داچې دغه ولايت د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله جګړې زيات ځپلی او خلک يې بی وزلي دي، نو اړينه ده چې په يوه غږ  له دې ناخوالو څخه ځان وژغورو او د سولې لپاره غږ پورته کړو.

وردګ وویل، مېرمنې دې د جګړی پر دواړو خواوو د سولې راتګ غږ وکړي.

بلخوا اروزګانۍ مېرمنې هم د سولې راتګ لپاره د همکارۍ ژمنه کوي.

غونډه کې يو شمېر اروزګانۍ مېرمنو وویل چې دوی د جګړو له امله زيات زيانونه ليدلي، د کورنۍ غړي ، خپلوان او هرڅه یې له لاسه ورکړي دي.

ځايي اوسېدونکې فاطمې وویل، نوره له جګړو ستړې شوې، ځکه خاوند، دوه زامن او يو ورور يې په تېرو څلورو کلونو کې له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي، که سوله راشي نو هرډول نورې قربانۍ ورکولو ته هم چمتو ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement