قلعه نو (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۸ طالبان او تر لسو ډېر داعش جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ داعشیان بهرنیانو ژوندي نیولي دي.
د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهباني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو الوتکو د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په «پنچ بز» سیمه ییز کې د طالبانو او داعش جنګیالیو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره، د یادو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۸ طالبان او لس داعشیان وژل شوي او د داعش ډلې ۴۰ غړي د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو نیولي دي.
هغه روښانه کړه چې نیول شوي کسان د غوڅ ملاتړ ماموریت سرتېرو له ځان سره وړي دي.
د بادغیس د والي ویاند زیاته کړه، په دې عملیاتو کې بهرني ځواکونو په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش اصلي مرکزونه له منځه وړي دي.
د شهابي د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو زندان هم ویجاړ شوی دی.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو او حکومت په هغه ځاى چاپه ووهله چې طالبانو د داعش ډلې نيلو شوي کسان په کې بنديان کړي وو.
ده زياته کړه، دغه چاپه چې د داعشي زندانيانو د خلاصون په موخه وهل شوې وه، دوه ساتونکي په کې وژل شوي او ٤٠ داعشي بنديان خلاص شوي او له ځان سره يې بېولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن