ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عنایت الله حفیظ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د څلورم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه

عنایت الله حفیظ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د څلورم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه

author avatar
13 Jan 2019 - 19:24
عنایت الله حفیظ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د څلورم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه
author avatar
13 Jan 2019 - 19:24

کابل (پژواک، ۲۳مرغومی ۹۷): د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنولپاره د نوماندانو د نوم لیکنې په لسمه ورځ، عنایت الله حفیظ له جنت خان فهیم او عبدالجمیل شیراني سره چې د لومړي او دویم مرستیال په توګه ورسره ولاړ دي، نوم لیکنه وکړه.

عنایت الله حفیظ چې نن يې ولسمشرۍ ټاکنو ته د څلورم نوماند په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه، په ۱۳۵۷کال کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه هزاره دی.

نوموړی چې د انګلیسي ژبې ادبیاتو په برخه کې د لیسانس تر کچې او د سوداګرۍ په رشته کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي، له تېرو څو کلونو راهيسې په ترانسپورټ وزارت کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

د عنایت الله حفیظ په ټاکنیز ټکټ کې، جنت خان فهیم د لومړي او عبدالجمیل شيراني د دویم مرستیال په توګه حضور لري.

نوموړي، نن له نوم لیکنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که د ده اړوند ټیم بریالی شي، د امنیت ټينګښت، متوازن پرمختګ، فساد سره مبارزه، د سیاسي او ټولنیز ثبات ټینګښت او د ملي يووالي او همپالنې روحيې رامنځ ته کول يې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي په هېواد کې د لوړې کچې وزګارتیا او بېوزلۍ ته په اشارې وویل: ((که بریالی شوم، نو د هېوادوالو په دسترخوان کې به مثبت بدلون راولم.))

تر دې وړاندې، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ (د مرغومي ۱۳مه) عبداللطیف پدرام د ((ازادي، عدالت او امنیت)) تر شعار لاندې نوم لیکنه وکړه، محمد حکیم تورسن د ولسمشرۍ ټاکنو ته دویم نوماند په توګه د مرغومي ۱۴مه ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) تر شعار لاندې نوم لیکنه وکړه او د مرغومي په شلمه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره درېيم نوماند سیدنورالله جلیلي نوم لیکنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکې کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي او د ولسمشرۍ ټاکنو له مهالویش سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه د مرغومي له ۱۳مې پیل او د دې میاشتې تر ۳۰مې به دوام ومومي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهيمي، نن پژواک ته وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش پر بنسټ، کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنې ته چمتو دی؛ خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د نوم لیکنې بهیر غځولو ته هېڅ پلان نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، هر څوک چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي، باید مسلمان، افغان او د ټاکنو ترسره کولو په ورځ څلوېښت کلن وي، سل زره سټیکر لرونکې تذکرې کمېسیون ته وړاندې کړي او په نغدي ډول یو میلیون افغانۍ د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.