ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک کړل

ولسمشر غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک کړل

author avatar
13 Jan 2019 - 16:04
ولسمشر غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک کړل
author avatar
13 Jan 2019 - 16:04

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٧): ولسمشر غني سربېره پر دې چې د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې يې لاسلیک کړې، وايي چې د ودانیو په جوړولو کې دې له داخلي او محلي توکو استفاده وشي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پیکار د تدوین شوي لیدلوري یا لار نقشې انکشاف ته د زمینې برابرولو په موخه د زیات تمرکز په خاطر د ښار او کور جوړولو وزارت او د ځمکو مخکنۍ ادارې د ادغام د تطبیقي پلان په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه د ښار او کور جوړولو وزارت او د ځمکو د مخکنۍ ادارې د تاریخچې، د تحلیل د چوکاټ، د ادغام اصولو، په دې برخه کې د محدودیتونو او حل لارو، د بالقوه خطرونو د تحلیل او د ادغام د تطبیقي پلان د مهالوېش په اړه خبرې وکړې او د یاد ادغام بهیر د ښه تطبیق په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

ولسمشرغني د یاد راپور له اورېدو وروسته د ځانګړې او همغږې معمارۍ پر سبک ټینګار وکړ ويې ویل چې د ښار او ځمکو وزارت پروژې باید په ښه توګه مدیریت شي.

ده زیاته کړه، د ودانیو په جوړولو کې باید له داخلي او محلي موادو استفاده وشي، څو کارموندنه زیاته او د خلکو اقتصاد ښه شي او همداراز د پروژو لومړیتوب بندي، د خطرونو مدیریت، د ودانیو مقاومت او په ساختماني چارو کې د اقلیمي اغېزو مخنیوي ته پام وشي.

نوموړي د زلزلې پر وړاندې د ودانیو د لا مقاومت لپاره د زلزلې د کوډ پر ټاکلو، د ځمکې د مقاومت په خاطر د خاورې پر نقشې او د ساختمانونو په جوړولو کې د استفادې وړ موادو پر ډول ټینګار وکړ.

اشرف غني، دولت د خصوصي سکتور شریک وباله او ويې ویل، په دولتي ځمکو کې دې د خصوصي سکتور د پانګونې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یووړل شي، دغه راز د ښارجوړولو او ځمکو په وزارت کې دې د ډیزاین مرکز جوړ شي.

هغه څرګنده کړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پر جوړښت دې لا زیات بحث وشي، څو د یاد وزارت لپاره ګټور او موثر جوړښت رامنځته شي.

د غونډې په پای کې ولسمشر غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک او د کابل ښاروالۍ سرپرست ته یې وسپارلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.