د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې د جګړې ښکېلو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جوزجان کې د جګړې ښکېلو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jan 13, 2019 - 17:38

شبرغان (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): یوه امنیتي سرچینه وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ په نښته کې د دواړو لوریو ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت یو چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، په دې نښته کې چې نیمه شپه د اقچې ولسوالۍ په «قره بوین» کلي کې پیل او تر نن سهاره یې دوام درلود ۱۷ وسله والو مخالفین وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، په دې نښته کې اووه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره، د «قره بوین» کلي جګړه چې د شبرغان ـ مزارشریف له لویې لارې یو نیم کیلو متره فاصله لري د دې لویې لارې په امنیت اغېز نه لري، خو د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ګډوډ دی او خلک په هېڅ ځای کې خوندي نه دي؟

د اقچې ښار يوه اوسېدونکي محمد افضل پژواک ته وویل، یوازې د ولسوالۍ مرکز د دولتي ځاکونو تر کنټرول لاندې دی او د ولسوالۍ په یو کیلومترۍ کې وسله وال مخالفین دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په وروستیو درېیو میاشتو کې داسې یوه ورځ په یاد نه لرم چې د دې ولسوالۍ په یوه سیمه کې نښته نه وي شوې.))

د هغه په خبره، حکومت هم تر اوسه له دې ستونزې څخه د وتو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی او له همدې امله هره ورځ یو شمېر ځوانان وژل کېږي او امنیتي پوستې د طالبانو له خوا ویجاړېږي.

هغه زياته کړه، دولتي ځواکونه توانېدلي چې نن ماسپښین یاده پوسته بېرته له طالبانو ونیسي.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم طالبانو د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی و او شپږ ولسي پاڅون کوونکي یې وژلي، نظامي وسایل او نور مواد یې له ځان سره وړي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement