هرات (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په هرات کې د صنعتي ښارګوټي د څلورم فاز د جوړېدو د عملي کار د پیلېدو خبر ورکړی او وايي، په دغه ښارګوټي کې پانګوالو ته هر متر مربع ځمکه د ۵۰ افغانیو په بدل کې وېشل کېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا معین ظهورالدین شېرزاد هرات ته د سفر پر مهال ویلي چې د دغه فاز د جوړېدو بودجه وروستۍ شوې او ټاکل شوې چې د ځمکو له وېش وروسته يې په ۱۳۹۸ کال کې علمي چارې پیل شي.
د هغه په خبره، د دغه ولایت د صنعتي ښارګوتي په څلورم فاز کې پانګوالو ته د ځمکو وېش روان دی.
هغه زیاته کړه: ((څلورم فاز په راتلونکي کال کې زموږ په پلان کې دی او بودیجه یې هم منظور شوې ده، موږ د څلورم فاز عملي چارې پیلوو.))
دا په داسې حال کې ده چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ځمکو له لوړو بیو تل اندېښنې موجودې وې خو اوس یادو چارواکو د پانګوالو پر ملاتړ ټينګار کړی او وايي، په دغه ښارګوټي کې یې د ځمکو بیې تر ټولو ټيټې کچې ته راکمې کړې دي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رییس علي اقا مرتضوي پژواک ته وویل: ((د افغانستان په ټولو صنعتي پارکونو کې د ځمکو بیې د اقتصادي عالي شورا خوا د هر متر مربع ځمکې بیه ۵۰ افغانۍ تصویب شوې ده.))
د هغه په خبره، د صنعتي ښارګوتي په څلورم فاز کې د زیاتو پانګو د جذب لپاره تر ۸۰۰ جريبه ډېره ځمکه پانګوالو ته وېشل کېږي.
په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ځمکو د بیې د راکمېدو او سوداګرو ته د نومرو د وېش په اړه د حکومت په پرېکړه خوښي څرګندوي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وویل، همدا اوس په ښارګوټې کې د پانګوالو د اړتیاوو په اړه ارزونې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((دغه بهیر نوی پیل شوی او موږ د افغانستان په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د نومرو د عادلانه وېش چارو پر مخ وړو ته خوشبین یو.))
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د هرات ښار د صنعتي ښارګوټي په درېیو فازونو کې له ټولو ۵۰۰ فابریکو ۳۲۰ فابریکې فعالې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن