ميمنه- فراه (پژواک،٢٣ مرغومی٩٧): د افغانستان د شمال امنیتي سرچینې په فاریاب کې د ۳۵ وسله والو طالبانو، بلخوا د فراه ولایت مسوولین د دغه ولایت په مرکز کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د فاریاب د پولیسو او ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا پژواک ته په را لېږل شوو خبرپاڼو کې راغلي، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې د طالبانو د ځپلو لپاره د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات تېره ورځ د ایسار الوتکو په ملاتړ پیل او د همدې ورځې تر مازدیګره یې دوام درلود.
سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې د سرګروپ قاري تاج الدین په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي، ۱۴ ټپیان او ۷ نور له وسلو سره یو ځای امنیتي ځواکونو نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو مرکز له ۲۰ موټروسایکلونو او یو شمېر جنګي مهماتو سره یو ځای له منځه تللی دی.
خو د فاریاب د ملي امنیت په خبرپاڼه کې چې پژواک ترلاسه کړې، راغلي، د تېرې ورځې په عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۱۳ نور امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي او د فاریات ملي امنیت ریاست ته یې سپارلي دي.
خو د طالبانو سرګروپ قاري تاج الدین له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې منلې چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ طالبان وژل شوي، ۴ ټپیان او ځیني نور نیول شوي دي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د یادو عملیاتو په ترڅ د ۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، د ۹ طالبانو جسدونه یې لیدلي چې ملګرو یې خاور ته سپارل.
د یو بل خبر له مخې، د فراه په مرکز کې د پولیسو پر امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع د دغه خبر د منلو تر څنګ پژواک ته وویل، نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د فراه د مرکز څنډې ته د سلطان امیر پوزي سیمې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی چې له یو ساعت نښتې وروسته یې څلور پولیس وژلي او یاده پوسته یې تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.
د ولایتي شورا د دغه غړي په خبره، له مرستندوی ځواکونو هم دوه تنه ټپيان او د پولیسو دوه رينجر په بشپړ ډول سوځېدلې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټپیان د فراه ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د فراه سیمه ییزو طالبانو د تېرې شپې د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې پنځه پولیس یې وژلي، پوسته یې نیولې، دوه رينجر یې سوځولې او څو میله وسلې او مهات هم د دوی لاسته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن