ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړ شوي

د کندهار د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړ شوي

author avatar
14 Jan 2019 - 15:03
د کندهار د ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړ شوي
author avatar
14 Jan 2019 - 15:03

کندهار (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د کندهار ګمرک سږ کال ۷ میلیارده ۸۱ میلیونه او ۹۹۹زره افغانۍ عواید راټول کړي چې تر ټاکلي هدفه ۱۳،۵ سلنه او د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه عواید په داسې حال کې لوړ شوي چې د تېر په پرتله له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم هم کم شوی دی.

د کندهار ګمرک رييس محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل، مالیې وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د دغه ولایت ګمرک ته ۶ میلیارده، ۲۳۹ میلیونه او ۱۷۱زره افغانۍ هدف ټاکلی و چې دوی ۷ ميليارده ۸۱ میلیونه او ۹۹۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي.

دی وايي، سږني عواید د تېر کال په پرتله ۲۲،۶ سلنه لوړوالي ښيي، په داسې حال کې چې تېر کال د دوی عواید شاوخوا ۶ میلیاره افغانۍ وو.

 

د ده په خبره، دغه عواید د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو، تعمیراتي سامان الاتو، درملو او نورو سوداګریزو اموالو څخه تر لاسه شوي چې له پاکستان او یا له همدې لارې له نورو هېوادونو څخه هېواد ته وارد شوي دي.

 

نوموړی د ګمرک د عوایدو ډېروالی له فساد سره مبارزه، پر قاچاقي لارو د توکو د راوړلو مخنیوی، په چارو کې اصلاحات او په کمپیوټرایز سیستم د کارونو ترسراوی بولي.

محمد اکبر زیاتوي، د کندهار ګمرک ریاست په داسې حال کې ډېر عواید را ټول کړي چې د تېر په پرتله له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم هم کم شوی دی.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې افغانستان د منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره  سوداګریزې لارې پرانیستې له پاکستان سره یې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې حجم کم شوی دی.

د ګمرک رييس د بېلګې په توګه د ۱۳۹۳ لمریز کال عواید یاد کړل چې هغه مهال د کندهار د ګمرک عواید ۲ میلیارډه افغانۍ وو په داسې حال کې چې اوس څو برابره لوړ دي.

د د په خبره، په لومړیو کې خلکو له مالیې ورکولو تېښته کوله، ډېرو خلکو له مالیې ورکولو سره بلدتیا نه لرله او دا ورته نوې خبره ښکارېده، دغه راز د عوایدو راټولولو په برخه کې فساد هم موجود وو، خو په تدریجي توګه په دې برخو کې اصلاحات ډېر شوي چې له امله یې عواید هم پورته تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.