جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د پوهنې وزارت وايي، د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره ښوونکو ته اړتيا شته، چې له دغې ډلې يوازې ۲۰ زره بستونه چمتو شوي، تر څو نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.
د پوهنې وزير چې ننګرهار ولايت ته يې سفر کړی و، دغه راز يادونه وکړه چې ننګرهار هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د ښوونکو د کمښت له ستونزې کړېږي.
ډاکټر محمد ميرويس بلخي په جلال اباد ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پرمهال ومنله چې د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره ښځينه او نارينه ښوونکو ته اړتيا شته دی.
دی وايي، د ښوونکو کمښت د پوهنې د ودې پر وړاندې يو ستر خنډ دی، چې يو شمېر ولايتونه ورسره مخ دي.
د نوموړي په وينا، اوس يې ۲۳ زره بستونه ازموينې ته چمتو کړي چې په ټول هېواد کې به د ښوونکو د ګومارنې لپاره ازموينه واخيستل شي.
د پوهنې وزير د معلوماتو له مخې، پلان کې ده چې هر کال له شلو تر دېرشو زرو نوي ښوونکي پر دندو وګوماري او تر ۱۴۰۰ لمريز کال پورې به د ښوونکو ستونزه په ټول هېواد کې حل شي.
محمد ميرويس بلخي وايي، په ټول هېواد کې يې پر ۵۴ ډيزاينونو د ۶۰۰۰ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو ډيزاين له کليو و پراختيا وزارت سره شريک کړی،چې په لومړي پړاو کې به يې د جوړېدو لړۍ د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې پيل شي.
د پوهنې وزير زياته کړه، په دويم پړاو کې به نورو ۱۷ ولايتونو کې هم دغه لړۍ پيل شي؛ خو لومړي پړاو کې هغه ولايتونه شامل دي، چې زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
هغه وايي، په دغه کار سره به د سرپناه ستونزه ۹۰ سلنه را کمه شي.
د پوهنې وزير وايي، د ښار جوړونې وزارت په همکارۍ يې د ۱۰۰ نورو ښوونځيو د ودانيو ډيزاين کړی، چې په نا امنو ولايتونو کې به جوړ شي.
بلخي وايي، ننګرهار هم يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د ښوونځيو زده کوونکي يې د سرپناه د نه موجوديت له ستونزې کړېږي او پلان کې ده چې نږدې راتلونکي کې دلته د ۱۹۰ ښوونځيو د تعمير جوړولو کار پيل شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينوارى وايي چې د ښځينه ښوونکو او درسي کتابونو نه موجوديت دغه ولايت کې د زده کوونکو د زده کړې د بهير پر وړاندې ستر خنډ دى؛ خو د ودانيو نه موجوديت هم زده کړې ټکنۍ کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن