ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د دوو رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

لغمان کې د دوو رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
14 Jan 2019 - 15:52
لغمان کې د دوو رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
14 Jan 2019 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۷): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د مرکز مهترلام ښار اړوند د نږدې پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت دوه رغنيزې پروژې بشپړې او د دوو نورو کار پيل شو.

د چارواکو په وينا، په دغو پروژو کې د استنادي دېوال، سربند او کانالونو رغول شامل دي چې د سيمې زرګونه اوسېدونکو ته به يې ګټه ورسېږي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د مرغومي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې يادې پروژې نن د والي  اصف ننګ او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شوې.

هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د پُل جوګي سيمې استنادي دېوال او د پاچا جوی د سربند رغول او د پاچا جوۍ  او چهارده سيمو د کانالونو د رغونې د لړۍ پيل شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پُل جوګي استنادي دېوال چې ۱۰۰۰ متره اوږدوالی لري د  ۱۸ ميليونه، ۷۶۱زره او ۹۰۰ افغانيو او د پاچا جوی سربند د ۲۳ ميليونه، ۲۵۱ زره او ۷۱۰ افغانيو په لګښت رغول شوي، چې چارې يې شپږو مياشتو کې بشپړې شوې.

د والي وياند زياته کړه، د دوو نورو پروژو کار هم پيل شو چې د پاچا جوی پر کانال ۶ ميليونه او ۶۱۰ زره افغانۍ او د چهارده پر کانال ۸۳۵زره افغانۍ لګښت راځي.

دی وايي، د ټولو پروژو ټوليز لګښت ۴۹ ميليونه، ۴۵۸زره او ۶۱۰ افغانۍ کېږي، شل زره جريبه ځمکه خړوبوي او له يو لک او شل زره ډيرې کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د سیمې يو شمېر اوسېدونکو د یادو پروژو پر بشپړېدو خوښي وښوده او له ولایتي ادارې یې د ورته چارو د پیل غوښتنه وکړه.

د پُل جوګي سيمې اوسېدونکي سيداغا پژواک ته وويل چې له دې وړاندې چې دغلته د استنادي دېوال او کانال پروژې پیل شي، سلګونه جریبه ځمکه او لسګونه کورونه د سېلاب او نورو اوبو له تخریب سره مخ وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.