ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو پاڅونوال د تښتونې او جنسي تېري په تور نيول شوی

اروزګان کې یو پاڅونوال د تښتونې او جنسي تېري په تور نيول شوی

author avatar
14 Jan 2019 - 13:46
اروزګان کې یو پاڅونوال د تښتونې او جنسي تېري په تور نيول شوی
author avatar
14 Jan 2019 - 13:46

ترينکوټ (پژواک، ۲۴ مرغومى ۹۷): د اروزګان د ملي امنيت منسوبينو د پاڅونوالو هغه سرتېرى نيولى چې پر يو ماشوم يې تر تښتولو وروسته جنسي تېرى کړى و.

د ملي امنيت رياست نيول شوى کس په ترينکوټ ښار کې رسنيو ته وښود.

د دغه رياست يوې سرچينې د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عبدالستار په نوم نيول شوی کس د هغو درېيو کسانو له ډلې دى چې څو ورځې مخکې يې دغه ٩ کلن ماشوم تښتولى او بيا يې پرې جنسي تېرى کړى و.

سرچینه وايي، نيول شوی تورن له دې مخکې د ملي امنيت په چوکاټ کې په ولسي پاڅونوالو کې دنده درلوده.

ملي امنيت وايي چې د پاتې دوو کسانو د نيولو لپاره يې هم هڅې روانې دي.

نيول شوي عبدالستار هم پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې پر خپل جرم اعتراف وکړ او ویې ویل چې څلور ورځې مخکې يې يو هلک د هوټل له مخې د يو بل ملګري په مرسته وتښتاوه.

هغه زياته کړه، دغه ماشوم يې درې شپې له ځان سره ساتلى و او په دې موده کې يې پرې جنسي تېری هم کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.