کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): د افغانستان سفير په کولمبو ښار کې د سريلانکا کرکټ ادارې له مشر سره د کرکټ برخه کې پر همکاريو خبرې کړې دي.
د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو ښار کې د افغانستان سفارت له خوا د مرغومي په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفير محمد اشرف حيدري پرون د سريلانکا د کرکټ ادارې له اجرائيوي رييس سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د کرکټ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر همکاريو خبرې او بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سريلانکا د ظرفيتونو په لوړولو، روزنې او نورو برخو کې له افغان کرکټ ادارې سره مرسته کولى شي.
سرچينې زياته کړه چې د افغانستان او سريلانکا د کرکټ ادارې د همکاريو نږدې اړيکې لري، خو په دې برخه کې بايد نور کار هم وشي.
د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه سپورتي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې سريلانکا د کرکټ د نړيوالې شورا مهم او پخوانى غړى دى.
هغه پژواک ته وويل چې سريلانکا په اداري برخه او لوبو کې پراخه تجربې لري او د افغانستان له کرکـټ بورډ ادارې سره د کارکوونکو او د لوبغاړو د روزنې په برخو کې ډېره مرسته وکړي.
د نوموړي په وينا، د هېوادونو د کرکټ ادارو تر څنګ که چېرې په سياسي او ډيپلوماتيکو لارو هم هڅې وشي، نو دا اړيکې او همکارۍ نورې هم زياتېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن